کېري: سوریې ته ځواکونه استول د جګړې په مانا نه دي

کېري د انځور حقوق Reuters
Image caption کېري وايي ''دا پرېکړه په دې مانا نه ده چې د سوریې جګړه کې ځانونه ښکېل کړو''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، سوریې ته د امریکايي ولسمشر له خوا د ځانګړو ځواکونو استولو هدف د ''اسلامي دولت'' ډلې ځپل دي، نه دا چې هلته هلته امریکا د سوریې په جګړه کې ځان ښکېل کړي.

نوموړي دا څرګندونې د قرغیزستان پلازمېنه بشکیک کې خبریالانو ته وکړې: ''ولسمشر اوباما دا پرېکړه په ډېر دقت سره د ''اسلامي دولت'' ډلې د ځپلو په موخه کړې ده''.

کېري وايي ''دا پرېکړه په دې مانا نه ده چې د سوریې جګړه کې ځانونه ښکېل کړو''.

وړاندې د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د امریکايي ادارې پر جګړه ییزې تګلارې ټینګې نیوکې شوې وې، چې بیا وروسته روسیې په سوریه کې پوځي مداخله وکړه.

شنونکي وايي په سوریه کې د لږو امریکايي ځواکونو ځای پرځای کېدل به د قوت انډول بدل نه کړي، خو امریکا به د جګړې په یوه برخه کې ښکېله کړي.

فشارونه

د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو په تېره مې میاشت کې د ''اسلامي دولت'' له لوري د عراق د انبار ولایت رمادي ښار تر نیول کېدو وروسته، ددغې ډلې پرضد خپلې هڅې ګړندۍ کړې، خو ترڅنګ یې د اوباما پر ادارې فشارونه هم ډېر شول.

د امریکا هغه پروګرام هم ناکام شو، چې د سوري نظام د زرګونو وسله والو مخالفانو روزل او وسلې ورکول یې هدف و.

پوځي شنونکي وايي، که چېرې امریکا سوریې ته ځانګړي ځواکونه واستوي، هلته به د جګړې اور لا پسې ګرم شي، داسې چې روسیې او ایران د بشار الاسد ملاتړ ډېر کړی.

امریکايي چاروکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، د امریکا ځانګړي ځواکونه به د سوریې په هغو کې مېشت شي چې د حکومت مخالفان پرې واکمن دي، او له هماغو ځایونو به د حکومت ضد نورو مخالفانو لپاره مرستې غورځوي، چې د ''اسلامي دولت'' د مرکز رقه ښار پر لور خپل ځواکونه ور مارش کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، د امریکا دا پرېکړه د امریکا او روسیې ترمنځ د لانورو اړیکو اړتیا پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په سوریه کې د څه باندې څلور کلنې جګړې په اور کې لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

وړاندې، سوریې ته د ځانګړو امریکايي ځواکونو د استول کېدو له پرېکړې وروسته، روسیې په منځني ختیځ کې د ''نیابتي جګړې'' پیلېدو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

ورته مطالب