رګبي: د نوي زيلاند ډان کارټر د کال غوره لوبغاړی شو

Image caption ډان کارټر تر دې وړاندې په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۲ کال کې هم د کال د غوره لوبغاړي مقام ګټلی و

د نوي زيلاند د رګبي لوبغاړی ډان کارټر د يکشنبې پر ورځ په لندن کې د يو لړ مراسمو پر مهال د دريم ځل لپاره د کال غوره لوبغاړی وبلل شو.

۳۳ کلن کارټر د نوي زيلاند په بري کې چې د شنبې پر ورځ يې د رګبي نړيوال جام وګاټه مهم رول درلود.

د کارټر څنګ د رګبي د کال غوره لوبغاړي سيالۍ ته پنځو نورو کسانو هم ځانونه نومولي وو.

پایلوبه د انګلستان په ټويکنهم لوبغالي کې وشوه.

د دغو لوبو دريم مقام ارجنټاين ته په ماتې ورکولو جنوبي افريقا خپل کړ.

پايلوبه کې نوي زيلاند خپل دوديز سيال او ګاونډي هېواد استراليا ته له يوې په زړه پورې لوبې وروسته ۳۴-۱۷ پواينټونو په مقابل کې ماتې ورکړه.

کارټر له دې سره جوخت د رګبي له نړیوالو لوبو لاس پر سر شو. ده په ۱۱۲ لوبو کې ۱۵۹۸ پواينټونه ترلاسه کړي دي.

په رګبي کې د کال د غورې لوبډلې وياړ هم د نوي زيلاند لوبډلې په برخه شو او د کال د غوره روزونکي وياړ بيا د استراليا ميچل چيکا ته ورکړای شو.

ډان کارټر تر دې وړاندې په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۲ کال کې هم د کال د غوره لوبغاړي مقام ګټلی و.

ورته مطالب