جرزي ټاپو کې د وروستي واورین دور ډبرین اثار موندل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د سږ کال اوږدو کې د یوې څېړنې پایله کې وویل شول، چې د سمندر له تله راوتلي کاربن ډای اکسایډ تېره دوره پای ته ورسوله.

لرغونپوهانو برتانیا کې لومړی ځل د تېر واورین دور داسې ګڼې ډبرې موندلې، چې وايي پرې لیک نښې موجودې دي.

دغه ډبرې د انګلستان سیندونو سیمې کې له جرزي نومي ټاپو نه موندلې شوې دي.

ماهرین وايي لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دغه لیک نښې لږ تر لږه ۱۴ زره کاله پخوانۍ دي.

د دوی په وینا دغه ډبرې څرګندوي، چې پر دغه ټاپو یو لوی کلی ودان و.

که دغه اټکلونه کره ثابت شي، کیدای شي دغه انسانان له واورینې دورې وروسته شمال کې دومره لرې اباد لومړني انسانان وي.

پر ډبرو کښل شوې لیک نښې هغو ته ورته دي، چې جرمني او فرانسه کې موندل شوې، خو دا لومړی ځل دی، چې برتانیا کې دغه ډول ډبرې موندل کېږي.

نړۍ کې وروستۍ واروینه دوره ۱۱ زره کاله پخوا پای ته ورسیده.

د سږ کال اوږدو کې د یوې څېړنې پایله کې وویل شول، چې د سمندر له تله راوتلي کاربن ډای اکسایډ تېره واورینه دوره پای ته ورسوله.