د رومانیا لومړی وزیر له دندې ګوښه شو

د انځور حقوق AFP
Image caption لاریونیانو حکومت په فساد تورن کړ او له لومړي وزیره یې وغوښتل چې له دندې دې استعفا وکړي.

د رومانیا لومړي وزیر وېکټر پونټا وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا کړې چې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسانو په یوه کلب کې د اور لګېدو پېښې پر وړاندې لاریونونه وکړل.

د تېرې جمعې په ورځ د بخارېست په یوه کلب کې اور لګېدو ۳۲ کسان ووژل.

اور لګېدنه هغه مهال پیل شوه چې په کلب کې دننه د هنرمندانو یوې ډلې د اورلوبو ننداره وړاندې کوله.

لاریونیانو حکومت په فساد تورن کړ او له لومړي وزیره یې وغوښتل چې له دندې دې استعفا وکړي.

ښاغلي پونټا وویل

"زه واک پرېږدم. زه له خپلې دندې استعفا ورکوم. هیله ده چې زما د حکومت استعفا به هغه خلک ارام کړي چې لارو کوڅو ته راوتلي"

په سپتمبر کې ښاغلی پونټا لومړی فعال رومانیایی لومړی وزیر شو چې د فساد او درغلي په تور محکمې ته وربلل شوی و.

د انځور حقوق epa
Image caption لاریون کوونکیو د بخارېست له ښاروال او د رومانیا د کورنیو چارو له وزیره هم غوښتي وو چې خپلې دندې دې پرېږدي.

نوموړي دغه ټول تورونه رد کړي وو او قاضیان یې په غیر مسلکي چلند تورن کړل.

دی له هغو دریو کسانو یو و چې لاریون کوونکي یې د استعفا غوښتونکي وو.

لاریون کوونکیو د بخارېست له ښاروال او د رومانیا د کورنیو چارو له وزیره هم غوښتي وو چې خپلې دندې دې پرېږدي.

لاریون کوونکیو د "شرم دې وي پر تاسو قاتلانو" نعرې وهلې او ګڼې لوحې یې هم په لاس کې وې چې پرې لیکل شوي وو "فساد وژونکی دی"