پاکستان: الوتکه د بېړنۍ ناستې بهیر کې له ځغاست لیکې وتلې

د انځور حقوق
Image caption لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د الوتکې یو ټایر وچاودید، چې له کبله یې الوتکه له ځغاست لیکې وښوېده

د پاکستان ځايي رسنۍ وايي یوې الوتکې د لاهور علامه اقبال هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې، چې له کبله یې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. د شاهین ایر دغه الوتکه کې له ۱۰۰ ډېر کسان ناست وو.

د انځور حقوق
Image caption الوتکه کې ټولټال ۱۰۰ کسان ناست وو

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د الوتکې یو ټایر وچاودید، چې له کبله یې الوتکه له ځغاست لیکې وښوېده.

د انځور حقوق
Image caption عیني شاهدان وايي د ټاير چاودلو له کبله الوتکه له ځغاست لیکې ووته

ځینو نورو رپوټونو کې بیا ویل شوي دي، چې الوتکې کې تخینکي ستونزه رامنځته شوې وه. ویل کېږي، چې له الوتکې نه ټولې سپرلۍ په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د هوايي چلند یو زده کونکی زین اصغر، چې د پېښې ځای کې وو بي بي سي ته وویل:

'' ټایر وچاودید او الوتکه له ځغاستلیکې ووته.''