د مالدیپ ولسمشر د ۳۰ ورځو لپاره بېړنیز حالت اعلان کړی

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولسمشر عبدالله یامین له لوري د دغه حالت اعلان امنیتي ځواکونو ته د مشکوکو کسانو نیولو بشپړ واک ورکوي

مالدیپ کې د دغه هېواد ولسمشر د حکومت مخالف لاریون له پیله مخکې د ۳۰ ورځو لپاره بېړنیز حالت اعلان کړی دی.

د ولسمشر عبدالله یامین له لوري د دغه حالت اعلان امنیتي ځواکونو ته د مشکوکو کسانو نیولو بشپړ واک ورکوي.

دغه اعلان د هېواد د مهم اپوزیسون مالدیپ دیموکراتیک ګوند له اعلان دوې ورځې مخکې کړی. د یاد ګوند مشر محمد نشید ته مارچ میاشت کې د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې د زندان سزا ورکړله شوه.

پر دغو قوانینو پراخې نیوکې شوې دي.

د ولسشمر ویاند معاذعلي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

'' ولسمشر د دې لپاره بېړنی حالت اعلان کړ، چې د هېواد د هر اوسیدونکي امنیت خوندي شي.''

د مالدیپ لوی څارنوال محمد انیل بیا ویلي'' یو شمېر وسلې او چاودیدونکي توکي نیول شوي او دغه راز د خطرناکو وسلو کارولو پلانونه شنډ شوي.''

د دوشنبې په ورځ د مالدیپ چارواکو وویل یو بم یې شنډ کړی دی، چې په وینا یې د ولسمشرۍ ماڼۍ څنګ ته ځای پر ځای شوی و. د محمد انیل په وینا:

''پوځ او پولیسو له دوو ځایونو وسلې او چاودیدونکي توکي نیولي دي.''

سیاسي کړکېچ

د نوموړي په خبره:

''کیدای شي دغه څه ولس ته او هېواد ته په یوه ګواښ بدل شوي وای، چې له کبله یې د امنیت شورا د مالدیپ ولس خوندیتوب لپاره د سملاسي اقداماتو کولو مشوره ورکړه.''

مالدیپ دا وروستیو اونیو کې له هغه وروسته، چې مرستیال ولسمشر احمد ادیب د ولسمشر کښتۍ الوځولو له لارې د هغه وژنې هڅې په تور ونیول شو له سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.

تېره میاشت ولسمشر له هوايي ډګره په یوه کښتۍ کې کور ته ستنیده، چې کښتۍ یې اوبو کې پر ایښي بم وربرابره شوه، ولسمشر له دغې پېښې روغ ووت، خو د هغه مېرمن دغه پېښه کې ټپي شوه.

پر ښاغلي ادیب د غدارۍ تور لګیدلی.

امریکا کې د دغه هېواد څېړنیزې ادارې ایف بي ای ویلي د دوی څېړنه کې داسې څه نه دي موندل شوي، چې ګواکې دا یوه بمي چاودنه وه.