ډېرو هېوادو شرم الشيخ ته خپلې الوتنې وځنډولې

د انځور حقوق AP
Image caption په دغه روسۍ الوتکه کې ۲۲۴ کسان سپاره وو، چې ټول ووژل شول او وېره دا ده چې ښايي الوتکه د بمي چاودنې له امله راغورځېدلې وي

د نړۍ يو شمېر هېوادونو وروسته له هغې د مصر شرم الشيخ ته خپل پروازونه وځنډول چې دغلته يوه روسۍ مسافر لېږدوونکې الوتکه ولوېده او وېره ده چې ښايي د لوېدو لامل يې بمي چاودنه وي.

وروسته له هغې چې بريتانيا د مصر شرم الشيخ ته خپل پروازونه وځنډول ډېری نورو هېوادونو هم د بريتانيا پر پله پل کېښود.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کيمېرون ويلي د بريتانوي اتباعو ژوند ده ته لومړيتوب لري او له دې وروسته بايد نه شرم الشيخ ته پرواز وشي او نه له شرم الشيخ نه بريتانيا ته پرواز وشي.

دوی دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي چې د تېرې شنبې پر ورځ يوه روسۍ مسافر وړونکې الوتکه راولوېده.

په دغه الوتکه کې ۲۲۴ کسان سپاره وو، چې ټول ووژل شول او وېره دا ده چې ښايي الوتکه د بمي چاودنې له امله راغورځېدلې وي.

فرانسې، بلجيم او هالنډ خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې شرم الشيخ ته سفر و نه کړي او د جرمني هوايي شرکتونو خپل پروازونه لغوه کړي دي.

د بريتانيا هوايي شرکتونه به نن (جمعه، نومبر ۶مه) په شرم الشيخ کې د دغه هېواد سيلانيان بېرته بريتانيا ته ولېږدوي، خو يوازې له لاسي بکسونو سره او د نور سامان اجازه به ور نه کړای شي.

په اسلامي دولت ډلې پورې تړلو کسانو ويلي روسۍ الوتکه دوی ويجاړه کړې ده.

د چارشنبې پر ورځ په هغه غږيز پيغام چې کې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېده، په کې په سيناء کې داعش پورې اړوند ډلې ویلي الوتکه دوی راغوځولې ده.

په پيغام کې ويل شوي: ''الوتکه مو د الله په مرسته وغورځوله، خو د دې اړتيا نه شته موږ هغه ميکانيزم په ډاګه کړو چې موږ د الوتکې د لوېدو لپاره کارولی دی.''

تر اوسه د پېښې لامل په کره ډول نه دی معلوم، خو له تېرې يوې مياشتې راهيسې روسيه په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد هوايي ګوزارونه کوي.

ورته مطالب