د چینایانو د اوږده عمر راز

د چین ماکاو سیمه په قمار (جواري) وهلو مشهوره ده. د امریکا سي آی اې د یوه راپور له مخې، په نړۍ کې د چین ماکاو سیمې اوسېدونکي تر نورو هغو ډېر عمر لري.

۹۰ کلنه چان د ماکوا په "کولوان" سیمه کې اوسېږي، چې مېړه یې لنډ لستوڼي لرونکی کمیس اغوندي او تل یې تور چرمي بوټونه په پښو کول.

دوی هر سهار د کولوان سیند پر غاړه پلي چکر وهي.

دا د دوی د هرې ورځې تکرارېدونکی کار دی.

د چان په کورنۍ کې اته اولاده او لس لمسیان اوسېږي، دا وايي: "خپل ډېری وخت بهر تېروم، زه او مېړه مې د سیند پر غاړه ناست یو او له ښکلیو منظرو خوند اخلو، وخت مو ډېر په خوشحالۍ تېرېږي".

د چین دغه بوډۍ د خپل اوږده او خواږه عمر لامل پر یوه ډېر ساده سیستم پورې تړي (خو وايي منظم خواړه چې له وریجو او اوږې جوړېږي) هره ورځ تکرارېږي.

شاید دا استثناء عمر نه وي، د امریکا د سي آي اې د ۲۰۱۵ کال د یوه راپور "د نړۍ د حقایقو کتاب" پربنسټ، د ماکاو اوسېدونکي د نړۍ په کچه د اوږده عمر په لومړي کتار کې راځي.

په ماکاو کې د قمار ځایونه ډېر دي، چې په ګرده نړۍ کې یې قمار مشهور دی، شاید همدا یې د اوسېدونکو د اوږده عمر سبب وي.

خو د امریکا تېر راپور په نړۍ کې ماکاو د نړۍ تر ټولو شتمنه لوړه څوکه ګڼلې ده، چې ډېر ژر یې د نړۍ په کچه اقتصادي وده وکړه.

په ۲۰۱۴ کال په دې سیمه کې د قمار له لارې ۳۵۱٫۵ میلیارد ډالر ترلاسه شول.

د ټولنې ستر رول

د عمر پر اوږدوالي د کلتور د اغېز په اړه سوچ کول ګران دي، خو د چین کلتور شاید اغېز ورباندې کړی وي. هلته د کورنۍ او ټولنې اړیکي ډېر مهم ګڼل کېږي.

ډېرې مخ پر ودې کورنۍ له بېلابېلو نسلونو سره ګډ ژوند کوي، داسې ډېر کم پېښېږي، چې مور او پلار دې د زړبودۍ په حالت کې د بوډاګانو د پالنې مرکز ته ولېږدول شي.