اسراييلي پوليسو فلسطينی بريد کوونکی وژلی

د انځور حقوق AFP
Image caption د بشري حقونو ډلې د اسراييلو له خوا پر فلسطيني بريد کوونکو د نا انډوله زور کارولو له امله نيوکې کړې دي

اسراييلي پوليس وايي يو فلسطينی بريد کوونکی چې غوښتل يې د موټر په واسطه پر اسراييلي وګړو بريد وکړي وژلی دی.

د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس په وينا پوليس وايي د يکشنبې په ورځ يوه فلسطيني د سړک پر غاړه ولاړ اسراييلي وګړي په موټر وهلي چې په ترڅ کې يو شمېر ټپيان شوي دي.

له دغې پېښې وروسته پوليسو پر بريد کوونکي ډزې کړې او وژلی يې دی.

د بريتانوي خبري رسنۍ رويټرز په وينا، يوه بله پېښه کې يوه فلسطينۍ مېرمنې چې غوښتل يې پر يوه اسراييلي د چاقو بريد وکړي د پوليسو له خوا په ‌ډزو وژل شوې ده.

د تېرو څو اوونيو په موده کې ۷۲ فلسطينيان د اسراييلي ځواکونو له خوا وژل شوي. اسراييل وايي ډېری له دغو وژل شويو کسانو غوښتل پر ولسي وګړو او پوځيانو بريدونه وکړي.

شمېرې ښيي د فلسطيناينو له خوا بريدونو کې ۱۱ اسراييلي وګړي هم وژل شوي.

د بشري حقونو ډلې د اسراييلو له خوا پر فلسطيني بريد کوونکو د نا انډوله زور کارولو له امله نيوکې کړې دي.

همدا ډول د بښنې نړيوال سازمان وايي اسراييلي پوځيانو په ښکاره له نړيوالو قوانينو سرغړونه کوي.

د فلسطينيانو په لوی شمېر وژنو د دې هېواد چارواکي خواشيني کړي او پر اسراييلي ځواکونو تور لګوي چې له اندازې زيات زور کاروي.

وروستۍ پېښې له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې د اسراييلو لومړی وزير نتن ياهو د امریکا پر سفر ځې او هلته به له ولسمشر بارک اوباما سره د روان کړکېچ په اړه خبرې وکړي.