برما کې ۲۵ کاله وروسته ازادو ټاکنو کې رایې کارونه پیل شوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption میانمار کې، چې برما هم بلل کېږي، نژدې ۳۰ میلیونه کسان په ټاکنو کې د برخې اخیستو په شرایطو برابر دي

برما کې د ټولټاکنو لپاره رایې کارونه دوام لري. دغه ټاکنې پنځه ویشت کلونو کې د پوځ له لسیزو واکمنۍ وروسته په ازاده توګه تر سره کېږي.

د یووالي، پرمختیا اتحاد په نامه واکمن ګوند، چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، له مخکښانو بلل کېږي.

که څه هم پر اپوزېسیون مشرې انګ سان سوچې بندیزونه لګیدلي، چې د ولسمشرۍ لپاره نه شي کاندیدای، خو باور کېږي، چې د دیموکراسۍ لپاره ملي اتحاد نومي ګوند به یې ټاکنو کې پام وړ بریا تر لاسه کړي.

یانګون کې د هغې رایې کارولو پر مهال یې ګڼ پلویان یو ځای شوي وو. بل لور ته اوسني ولسمشر تین سین د جمعې په ورځ وویل:

'' زه به هغه حکومت ومنم، چې د ټاکنو پایلو له کبله رامنځته کېږي.''

میانمار کې، چې برما هم بلل کېږي، نژدې ۳۰ میلیونه کسان په ټاکنو کې د برخې اخیستو په شرایطو برابر دي. د دوشنبې له سهاره مخکې شاید د ټاکنو څرګندې پایلې معلومې نه شي. دغه هېواد کې ۲۰۱۱ کال کې د نوماند ملکي حکومت له رامنځته کېدو راوروسته لومړی ځل تر سره کېدونکو ټاکنو کې د پارلمان ۶۶۴ څوکیو لپاره د ۹۰ ګوندونو ۶۰۰۰ کاندیدان سیالي کوي.

بل لور ته د پارلمان ۲۵ سلنه څوکۍ له ټاکل کېدو پرته د پوځ استازو ته ځانګړې شوې دي، چې باور کېږي د واکمن ګوند پلویتوب به کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption پر مېرمن سوچې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ مقام خپلولو بندیز لګیدلی، خو د پنجشنبې په ورځ نوموړې ویلي که ګوند یې بری تر لاسه کړي مقام به یې '' تر ولسمشر پورته '' وي.

پر مېرمن سوچې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ مقام خپلولو بندیز لګیدلی، خو د پنجشنبې په ورځ نوموړې ویلي که ګوند یې بری تر لاسه کړي مقام به یې '' تر ولسمشر پورته '' وي.

په پارلمان کې د اکثریت تر لاسه کولو لپاره باید د هغې ګوند د ټولو څوکیو ۶۷ سلنه هغه تر لاسه کړي.

د روهنګیا مسلمانو لږکیو په ګډون سلګونو زره کسانو ته ټاکنو کې د برخې اخیستو حق نه دی ورکړل شوی، چې دې سره د ټاکنو شفافیت په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

یانګون کې د بي بي سي جوناح فشر وايي د ټاکنو په اړه کومه باوري نظر پوښتنه نه شته، چې له کبله یې په کره توګه وړاندوینه کول ګران دي، چې د ټاکنو پایلې کوم لور ته تلای شي.

د هېواد په لر او بر کې د ټاکنو له پیله مخکې نژدې ۴۰ زره پولیس د رایې مرکزونو امنیت خوندي ساتلو لپاره ګومارل شوي دي