د جان لېنن ګيتار په ۲،۴ ميليون ډالرو وپلورل شو

د انځور حقوق Reuters

د بريتانيا د مشهور سندرغاړي او د بيټلز ډلې غړي جان لېنن ګيټار د امريکا په کليفورنيا کې په ۲،۴ ميليون ډالرو وپلورل شو.

جان لېنن دغه ګيتار له يو کال غږولو وروسته له خپل ملګري جورج هريسن سره بدل کړی و.

ويل کېږي دا يو له هغو دوو ګيتارونو دی چې په ۱۹۶۲ کال کې له انګلستانه امريکا ته لېږدول شوي وو. هغه بل ګيتار د دې ډلې د یوه بل غړي جورج هريسن و.

دغه ګيتار په ۱۹۶۳ کال کې لادرکه شوی و او هېڅوک نه پوهېدل چې چېرته او له چا سره دی.

تېر کال په امريکا کې يو کس وموندل شو چې ګيتار يې تاريخي ارزښت درلود او داسې ويل کېدل چې کېدای شي دا د جان لېنن ګيتار وي.

د اسوشيټډ پريس خبري اژانس په وينا دغه کس چې جان مک نومېږي دغه ګيتار يې په ۱۹۶۰ لسيزه کې په ۲۷۵ ډالرو اخیستی و.

جان مک چې کله د لېنن او د ګيتار په اړه خبر او عکسونه وکتل، ګوري له خپل ګيتار سره ورته والي لري.

وروسته بيا څېړونکو دا وپتېيله چې همدا د جان لېنن ګيتار دی. دا تراوسه په نړۍ کې تر ټولو ګران بيه ګيتار ګڼل کېږي.

تېر کال د جورج هريسن ګيتار په ۶۵۷ زره ډالرو پلورل شوی و، او له هغه يو کال وړاندې هم يو ګيتار چې جان لنن او هريسن دواړو غږولی و په ۴۰۸ زره امريکايي ډالرو وپلورل شو.