ایران له ۳۶ کلونو وروسته لومړنۍ ښځینه سفیره ټاکلې

د انځور حقوق
Image caption کلنه مرضیه افخم له تېرو نژدې دېرشو کلونو راهیسې دیپلوماته پاتې شوې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي، په ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راپدېخوا یې هېواد په په لومړي ځل مالیزیا کې یوه ښځینه سفیره ټاکلې ده.

۵۰ کلنه مرضیه افخم له تېرو نژدې دېرشو کلونو راهیسې دیپلوماته پاتې شوې ده، چې په ۲۰۱۳ کال کې د حسن روحاني په ولسمشر کېدو سره، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانده وټاکل شوه.

ظریف په تهران کې مرضیې افخم ته د سفارت دندې سپارلو مراسمو پرمهال وویل، د سفیرې په توګه د افخم ټاکل کېدو څو دقیقې وخت ونیو، خو د هغې د ځای ناستي ټاکل څلور میاشتې وخت ته اړتیا لري.

بل خوا، افخم دا پرېکړه د ایراني ښځو د شجاعت او پر هغوی د باور او مسؤولیت ورسپارلو یوه چاره وبلله، چې په وینا یې په ایراني ټولنه کې ښځو د لا ډېر پرمختګ زمینه برابروي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له ولسمشر کېدو وروسته، له خپلو وزیرانو غوښتي وو چې ښځو ته په ادارو کې ونډه ورکړي.

په ایران کې ښځه مرستیال او آن وزیره هم کېدای شي، خو قاضي نه شې کېدای او نه هم ولسمشرۍ ته ځان نوماندولی شي.