له خځلو راخیستل شوي نمبر پلېټونه په ۱۰۰ زره ډالر وپلورل شول

د امریکا د پخواني ولسمشر جان کینیډي د هغه موټر دوه نمبر پلېټونه په لیلام کې په ۱۰۰ زره ډالر وپلورل شول، چې په ۱۹۶۳ کال د ټکساس ایالت په دالاس ښار کې پکې وژل شوی و.

دواړه ژیړ رنګي او GG-300 نمبر لرونکي پلیټونه د وژنې له پېښې وروسته، د یوه مستري لور جین ووکر تر ګوتو کړي وو

نوموړې دغه پلیټونه د اوهایو ایالت په سینسیناټي ښار کې، وروسته تر هغه چې پلار یې د خځلو په یوه امبار کې وموندل، د څو لسیزو لپاره یې پخپل کتابتون کې ساتلې او بیا یې د خپل پخلنځي د میز په روک کې ځای پرځای کړل.

دواړه پلیټونه یوه سړي واخیستل، چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه.

دغه لیلام په دالاس ایالت کې اعلان شوی و.

Image caption ولسمشر جان کینیډي د ۱۹۶۳ کال د نومبر پر ۲۲مه، دالاس کې ووژل شو
Image caption له پېښې دوې ورځې وروسته، د هغه قاتل لي هارفي اوزالډ هم ووژل شو

کینیډي یوه سرلوڅي لیموزین موټر ته د ختلو پرمهال د لي هارفي اوزالد له خوا ووژل شو. اوزالد د ټکساس د کتابونو په یوه زېرمه کې کار کاوه.

اوزالد بیا وروسته په دالاس کې تر نیول کېدا وړاندې یو پولیس هم په داسې حال کې وواژه، چې هغه غونښتل خبرې ورسره وکړي.

اوزالد یو ښه نښه ویشتونکی و، ځکه چې د امریکا پلي سمندري ځواک په لیکو کې یې نښه ویشتل زده کړي وو، هغه په روسي ژبه هم پوهېده او هڅه یې دا وه چې روسیې ته پناه یوسي.

اوزالد له یوې روسۍ سره واده کړی و، او ځان یې کمونیست باله.

په دې لیلام کې د ټیټانیک مشهورې بېړۍ د لومړۍ درجې مسافرو لپاره د چمتو شویو خوړو مېنو (لیست) هم لیلام ته وړاندې شوه. ټیټانیک بېړۍ د ۱۹۱۲ کال په اپریل کې د اتلانتیک په شمالي برخه کې ډوبه شوه.

دغه خواړه په ۱۱۸٫۷۵۰ ډالر خرڅ شول.

Image caption د خوړو دغه کاپي په ۱۱۸٫۷۵۰ ډالر خرڅه شوه (رویټرز)