خوب سره د تړلو ناروغيو درملنې کې تازه پرمختګ

Image caption په خوب پورې تړلې ناروغۍ د tsetse مچ پر مټ له څارويو انسانانو ته لېږدول کېږي

د اېډنبرا پوهنتون څېړونکي ادعا کوي په افريقا کې له خوب سره د تړلو ناروغيو پر وړاندې د مبارزې نوښت ښايي د زرګونو کسانو ژوند وژغوري.

دوی وايي که د کورنيو څارويو درملنه وشي، ښايي دغه ناروغۍ ډېر ژر له منځه ولاړه شي.

دغه ناروغۍ چې د يوه پرازيت له لارې پر عصبي سيستم بريد کوي، که درملنه يې و نه شي وژونکي دي.

ساينسپوهان وايي د يوګندا په کليوالي سيمو کې د دا ډول قضيو شمېر وروسته له هغې ۹۰ سلنه کم شو، چې څارويو ته يې د دغه پرازېت ضد پيچکارۍ وکړې.

دا پرازيت د يو ډول افريقايي مچ 'تسي تسي' پر مټ له حيواناتو انسانانو ته لېږدول کېږي او انسان خوب سره په تړلو ناروغيو اخته کوي.

د دغو څېړنو مشري د اېډنبرا پوهنتون يوه مرستياله پروفيسره سو ويلبورن پر غاړه لري.

دې بي بي سي ته ويلي چې په خوب پورې تړلې ناروغۍ د ملاريا په څېر پرازيتي ناروغۍ دي.

پروفيسره ويلبورن وايي: ''دا پرازيت د يو ډول مچ پر مټ لېږدول کېږي چې بيا د بدن په وينه کې ګډېږي. هلته وده کوي او دا پرازيت بيا له وينې د عصبي سيستم مرکز ته ځان رسوي چې هلته سختې ستونزې پيدا کوي او فوق العاده نښې نښانې پرېږدي.''

سو ويلبورن وايي: ''که د دې پرازيت درملنه و نه شي، په بشپړ ډول وژونکې ده.''

دا وايي په يوګندا کې د دغه پرازيت د 'عفونيت ځاله' په کور کې ساتل کېدونکي څاروي دي.

د انځور حقوق UNIVERSITE LIBRE DE BRUXELLES
Image caption ويلبورن وايي د دغې ناروغۍ پر وړاندې د انسانانو درملنه خورا پېچلې او ګرانه ده، خو د څارويو لپاره يې درمل خورا ارزان دي

خو دغه پرازيت نه شي کولای پخپله څاروي ناروغ کړي، ځکه چې دا له ډېرې مودې راهيسې په حيواناتو کې وي.

خورا پېچلی جوړښت

پروفيسره ويلبورن وايي: ''مچ يو څاروی چيچي او ترې پورته کېږي. وروسته بيا همدا مچ انسان چيچي او له څاروي نه اخيستی پرازيت د انسان بدن ته ورپېچکاري کوي.''

پلټونکو له خوب سره د تړلو ناروغيو په تړاو دغه ازموينه تر اوسه په ۵۰۰زره غواګانو کړې ده.

ويلبورن وايي د دغې ناروغۍ پر وړاندې د انسانانو درملنه خورا پېچلې او ګرانه ده، خو د څارويو لپاره يې درمل ''خورا ارزان دي.''

د اېډنبرا پوهنتون د څېړونکو هدف دا دی چې دغه پروژه د يوګندا ټولو هغو ولسواليو ته وغځوي، چې له دغه وضعيت سره مخامخ دي او دوی به د شاوخوا ۲،۷ ميليون څارويو درملنه وکړي.

ورته مطالب