امریکا کې یوه کوچنۍ الوتکه پر یوه کور رالوېدرې

د انځور حقوق AP
Image caption دغه دوه ماشینه خصوصي الوتکه د امریکا لوېدیځ اکرون ښار ته څېرمه هوايي ډګر ته نژدې له یوې ودانۍ سره جنګېدلې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو اوهایو ایالت په یوه مېنه کې پر یوه کور کوچنۍ الوتکه رالوېدلې چې د رپوټونو د الوتکې نهه واړه سپاره پکې وژل شوي دي.

د امریکا اوهایو ایالت په یوه استوګني کې پر یوه کور یوه کوچنۍ الوتکه راپرېوتې ده، چې د الوتکې نهه سپاره پکې وژل شوي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، د الوتکې د څښتن اوګوستو لیوفکوویچ له خولې ویلي، اټکل دی چې د الوتکې نهه واړه سپاره پکې وژل شوي وي.

''اکرون بیکون ژورنال'' ورځپانې د ښاغلي لیوفوکوویچ له قوله ویلي، وروسته له دې چې د وژل شویو کورنیو ته د هغوی د خپلوانو د وژل کېدو خبر ورکړل شي، د قربانیانو هویت به اعلان شي.

دغه دوه ماشینه خصوصي الوتکه د امریکا لوېدیځ اکرون ښار ته څېرمه هوايي ډګر ته نژدې له یوې ودانۍ سره جنګېدلې ده.

د اوروژنې ټیم د ټکر له کبله بل شوی اور مړ کړی، خو رپوټونه وايي، د اور له کبله هېڅوک نه وژل شوی او نه هم سوځېدلی دی.

د ښار چارواکو ویلي، د الوتکې د لوېدو لاملونه پلټي.

سیمه ییزو تلوېزیونونو ویلي، تر اوسه د دوو کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.