بنګله دېش د هندي بیلتون پالو یو مشر هند ته سپارلی دی

Image caption چیتیا ۱۹۹۷ کال کې بنګله دېش ته په غیر قانوني توګه د ننوتو او پریمانه بهرنیو پېسو لېږدولو له کبله زنداني شوی و

هندوستان وايي بنګله دېش هغه زنداني بېلتون پال مشر ورته سپارلی، چې د هند شمال ختیځ اسام ایالت کې یې د هند واکمني خلاف د وسله والو مشري کوله.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر کیرن ریجیجو وايي د یونایټیډ فرنټ اف اسام مشر انوپ چیتیا له ډاکې نه هند ته لېږدول شوی دی.

چیتیا ۱۹۹۷ کال کې بنګله دېش ته په غیر قانوني توګه د ننوتو او پریمانه بهرنیو پېسو لېږدولو له کبله زنداني شوی و.

دغه وسله وال له ۱۹۷۹ کال راهیسې د بېل اسام خاورې لپاره جګړه کوي. د وزیر په خبره د هندي فدرالي څارنوالانو یوې ډلې چیتا له ډاکې نه هند ته لېږدولی دی.

بل لور ته اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې د بنګله دېش کورنیو چارو وزیر اسدزمان خان کمال، ویلي هند ته د چیتیا سپارل کېدو په اړه معلومات نه لري.

خو د هند پریس ټرسټ اف انډیا په رپوټ کې ویل شوي دي، چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي بنګله دیشۍ سیالې شیخ حسینه ته ټیلیفون کړی او هند حکومت ته یې د چیتیا سپارلو له کبله له هغې مننه کړې.

۲۰۰۹ کال کې بنګله دېش د هغو هندي بيلتون پالو خلاف پراخ عملیات پیل کړل، چې له خپله هېواده بهر فعالیتونه کوي.

له هغه راهیسې تر ۵۰ ډېر بیلتون پالي مشران هند ته سپارل شوي دي او یو شمېر هغه چې په هند کې د نیول کېدو له وېرې بنګله دېش ته تلل، نیول شوي دي.