برامداغ بګټي: یوازې هغو سره خبرې کوو، چې د خبرو واک لري

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption براهمداغ بګټي بلوچستان کې د سولې هلو ځلو په اړه مایوسي څرګنده کړه

د بلوڅ جمهوریت غوښتونکو ګوند مشر برامداغ بګټي وايي بلوچستان کې د سولې خبرو په تړاو د ده نظر معلومولو لپاره ورسره د بلوچستان لوی وزیر او فدرالي وزیر اړیکه نیولې.

برامداغ بګټي چې دا مهال تبعید کې ژوند کوي وايي، عبدالقادر بلوڅ ورسره جینیوا کې اړیکه نیولې.

د سې شنبې په ورځ بي بي سي سره ځانګړې مرکې کې نوموړي ویلي، د بلوچستان ستونزې هواري لپاره خبرو ته چمتو دی، خو وايي 'له بلوڅ مشرانو سره د خبرو لپاره د بلوچستان لوی وزیر واک نه لري.'

له دې مخکې اګست میاشت کې نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و چې خبرو ته چمتو دی او وايي که بلوڅان غواړي د خپلواک بلوچستان له غوښتنې به لاس په سر شي.

نوموړي له دې مخکې تل د دغې موضوع پر سر خبرې رد کړې او ویلي یې و، چې ''د بلوچستان د خپلواکۍ تر مهاله به جګړه دوام کوي''

نوموړی، چې سویټزرلنډ کې اوسي وايي، نیکه یې اکبر بګټي هم هېڅکله خبرې نه دي رد کړي، خو په وینا یې، ''هغه باید خبرو ته راشي، چې د حالاتو سمون واک لري.''

هغه وايي لوی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او فدرالي وزیر ته یې ویلي ''که پوځ او د پاکستان حکومت خپل فکر بدل کړی وي او بلوچستان کې د پوځي عملیاتو درولو سره د خبرو پیلول غواړي، موږ هم خبرو ته چمتو یو.''

برامداغ بلوچستان کې د سولې هلو ځلو په اړه مایوسي څرګنده کړه.

نوموړی وايي، ''زه فکر نه کوم، پوځ له بلوڅو سره خبرو ته لیوالتیا لري، بلوچستان کې تر هغه مهاله سوله نه شي راتلای، چې خبرو ته مناسب چاپیریال رامنځته نه شي او د مناسب چاپیریال رامنځته کولو لپاره باید پوځي عملیات ودرول شي.''

برامداغ وايي:

''داسې حالت کې څنګه کېدای شي خبرې وشي، چې د بلوڅو خلاف پوځي عملیات دوام لري، خلک بې درکه کېږي او هره ورځ د بې درکه شویو کسانو مړي موندل کېږي.''

نوموړي پاکستان ته د ستنېدو او له پاکستاني پوځ سره خبرې رد کړي.

هغه وايي د پاکستان سیاسي مشرتابه ورسره په دې وروستیو کې اړیکه نیولې، خو له پوځه یې هېڅ نه دي اورېدلي.

نوموړی وايي پاکستان ته بېرته نه ستنیږي.