سوري ځواکونو د کویریس هوايي اډې محاصره ماته کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې جګړه کې تر اوسه له ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي

د سوریې دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د دغه هېواد حکومتي ځواکونو د ''اسلامي دولت'' نومي ډلې وسلوالو له لوري په شمال کې د یوې هوايي پوځي اډې محاصره ماته کړې ده.

د سنا خبري اژانس رپوټ کاږي، چې پوځیانو له هغو ځواکونو سره اړیکه نیولې، چې د حلب ختیځ کې له کویریس هوايي ډګره دفاع کوي.

له دوو کلونو راهیسې وسله والو پر دغه اډې بریدونه کول. بل لور ته فعالان او دولتي رسنۍ وايي د مدیترانې سیمې په لاذقیه ښار د یاغیانو توپچي برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، د هاوان مرمۍ په دوو ځایونو کې لګېدلې دي. فعالان وايي برید کې ګڼ شمېر کسان سخت ټپیان دي، چې له کبله یې د وژل شویو کسانو د شمېر ډېرېدو وېره ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د حلب ښار په ښاوخوا کې له هغه وروسته درنه جګړه وشوه، چې حکومتي ځواکونو د لبناني او ایرني وسله والو په ګډون پر یاغیانو او جهادیانو د سیمې کنترول تر لاسه کولو لپاره بریدونه وکړل

لاذقیه د ولسمشر بشارالاسد اړوند علوي قبیلې د اوسیدونکو په منځ کې پروت ښار دی، چې ډېری اوسېدونکي یې له خپلو کورونو تښتیدلي دي.

د سوریې جګړه کې تر اوسه له ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي. سوري ځواکونه په کویریس هوايي اډې کې د اسلامي دولت نومي ډلې له لوري کلابند و او حکومتي ځواکونو، چې د روسیې هوايي ځواک ملاتړ ورسره و، هڅه کوله ور ورسیږي.

وروستی بریالی برید له هغه یوه اونۍ وروسته کېږي، چې حکومتي ځواکونو د حلب ښار سویل ختیځ کې د یوه سړک پر سر له اسلامي دولت ډلې سره جګړه وکړه او ښار ته د دغه غځیدلي یوازیني سړک کنترول یې بېرته تر لاسه کړ.

د حلب ښار په شاوخوا کې له هغه وروسته درنه جګړه وشوه، چې حکومتي ځواکونو د لبناني او ایرني وسله والو په ګډون پر یاغیانو او جهادیانو د سیمې کنترول تر لاسه کولو لپاره بریدونه وکړل.

د حکومتي ځواکونو ډېره توجه خپله د ښار پر ځای د ښار له سویلي شاوخوا سیمو د وسله والو شړلو ته وه.