''د ميندوارو ميندو مړينه نژدې ۵۰ سلنه ښکته شوې''

د انځور حقوق esd
Image caption د راپور له مخې د مور او ماشوم د مړينې کمېدو په برخه کې يوازې نهه هېوادونه خپل هدف ته رسېدلي

ملګري ملتونه وايي په تېرو ۲۵ کلونو کې په نړۍ کې ميندوارۍ سره د تړلو ناروغيو له امله د مړينې کچه نژدې نيمايي ته راښکته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د يو شمېر روغتيايي ادارو دغه معلومات لانسیټ مجلې خپاره کړي دي.

راپور کاږي په ۲۰۱۵ کال کې د ميندوارۍ پر مهال او له زېږون شپږ اوونۍ وروسته موده کې د پيچلي زېږونونو له امله ۳۰۳۰۰۰ مېرمنې مړې شوې دي.

په راپور کې راغلي دا شمېره په ۱۹۹۰ کال ۵۳۲۰۰۰ وه، چې نژدې ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

د روغتيا نړيوال سازمان چارواکي وايي دا پايلې په روغتيايي برخه کې لوی پرمختګ ښيي.

د دغه سازمان يوه چارواکې ډاکټره لالې سې وايي: ''دا راپور د ۲۰۱۵ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ توپير ښيي او ښايي د ميندو د مړينې دا توپير ۴۴ سلنه ښکته شوی وي.''

خو دې خبرداری ورکړ، چې دا پرمختګ په نويو پرمختللو هېوادونو کې ډېر کم دی.

د ملګرو ملتو د راپور له مخې د مور او ماشوم د مړينې کمېدو په برخه کې يوازې نهه هېوادونه خپل هدف ته رسېدلي او ۳۹ نورو هېوادونو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

د ختيځې اسيا په هېوادونو کې ډېر پرمختګ ليدل کېږي او په هرو ۱۰۰زره زېږونونو کې د ميندو د مړينې کچه له ۹۵ سلنې ۲۷ سلنې ته راښکته شوې ده.

ملګري ملتونه اوس هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د مور او ماشوم د مړينې کچه په ټوله نړۍ کې په هرو ۱۰۰زرو زېږونونو کې له ۷۰ هم راښکته کړي.

ورته مطالب