د حکومت تګلارې پر مسلمانانو 'منفي اغېز کړی'

د انځور حقوق

د یوه نوي رپوټ له مخې په بریتانیا کې د اوسېدونکو مسلمانانو له نیمايي نه ډېر یې ګومان کوي چې د مسلمانانو په هکله د حکومت تګلارو د هغوی پر ژوند منفي اغیزه کړې ده.

په بریتانیا کې د بشري حقونو د اسلامي کمېسیون له خوا په ترسره شوې یوه سروې کې موندل شوې چې ډېر مسلمانان ګومان کوي چې بریتانیا کې هغوی ته د شک په سترګه کتل کېږي او اعتبار پرې نه کېږي.

د بي بي سي خبریاله دیویا تلوار په دې هکله رپوټ چمتو کړی دی.

د سروې د رپوټ لیکواله وايي په بریتانیا کې د حکومت د نورو ترڅنګ امنیتي او سخت دریځۍ ضد تګلارو د مسلمانو پرضد تبعیض ډېر کړی دی.

د ایمان کیسه

سپین پوستې ۱۹ کلنې ایمان مسلمانه شوې ده. د حکومت د تګلارې پر بنسټ د پوهنتون چارواکو شک کاوه چې ښايي هغه سخت دریځه شوې وي.

ایمان په دې وروستیو کې مسلمانه شوې ده. هغې تراوسه واده نه دی کړی، په پوهنتون کې پر هغې شک کېده چې ګواکې سخت دریځه شوې ده ځکه د پوهنتون چارواکو د سخت دریځې د مخنیوي په هکله د حکومت د تګلارې پر بنسټ هغه چارواکو ته په ګوته کړه.

له هغې نه مو پوښتنه وکړه چې آیا په چال چلن کې یې کوم بدلون راغلی و چې د چارواکو اندیښنه یې وپاروله او که څنګه؟

فکر کوم داسې هېڅ شي نه و چې اندېښنه دې وپاروي، خو زه فکر کوم چې کله ما د حجاب اغوستل پیل کړل همدا لامل و چې هغوی زه چارواکو ته په ګوته کړم، همدا د حجاب اغوستل د هغوی لپاره کافي وه.

د ترهګرۍ ضد قانون له مخې ښوونکي باید هغه زده کوونکي چارواکو ته په ګوته کړي چې د سخت دریځه کې کېدو امکانات یې ډېر وي. ایمان ګومان کوي چې حکومت مسلمان زده کوونکي په لوی لاس ګوښه کوي.

نور باید ځوانان تېر نه ایستل شي لکه څرنګه چې ډېری ځوانان تېر ایستل شوي دي. کله چې ځوانان په غوسه کړای شي هغوی هڅه کوي چې د یو چا ملاتړ ترلاسه کړي نو کله چې یوازینې ملاتړ د سخت دریځو وې په دې مانا ده چې دوی په خپله ځوانان سخت دریځۍ ته ټېل وهي، هغه څه چې دوی یې د مخنیوي هڅه کوي.

په بریتانیا کې د بشري حقونو اسلامي کمېسیون له تېرو نژدې دوو لسیزو راهیسې د مسلمانانو پرضد تبعض څاري. نوموړي کمېسیون په دې وروستیو کې یوه سروې ترسره کړې چې څه باندې ۱۷ سوه مسلمانانو په کې ګډون کړې او له نیمايي نه یې ډېرو ویلي چې د سخت دریځۍ پرضد او نورو دولتي تګلارو د دوی پر ژوند منفي اغیزه کړې ده.

د مسلمانانو غلي کول

خو د ترسره شوې سروې د رپوټ یوه لیکواله وايي حکومتي تګلارې نه دې توانېدلې چې مسلمانان غلي کړي.

پر مسلمانانو مفني اغیزې هغو حکومتي تګلارو کړې چې د امنیتي په تړاو دي، خو که ریښتیا درته ووایم دې تګلارو د مسلمانانو د غلي کولو په برخه کې کومه اغیزه نه ده لرلې، هدف مې دا دی چې نه یوازې هغوی د سیاسي بهیر په اړه له خبرو کولو ډډه نه ده کړې بلکې د مسلمانانو پرضد یې د تبعض رپوټونه هم ورکړي دي.

نژدي شپته سلنه هغو مسلمانانو چې په ترسره شوې سروې کې یې برخه اخیستې ویلي چې په بریتانیا کې ورته د شک په سترګه کتل کېږي، اوس ان په وړکتونونو کې هم د ماشومانو ترمنځ سخت دریځي څارل کېږي.

یوه مسلمانه ښځه چې نوم یې نه دې څرګند شوی وايي اوس ان له خپلې کوچنۍ لور سره د خبرو پرمهال هم د ویرې احساس کوي:

Image caption سپین پوستې ۱۹ کلنه ایمان مسلمانه شوې ده. د حکومت د تګلارې پر بنسټ د پوهنتون چارواکو شک کاوه چې ښايي هغه سخت دریځه شوې وي.

''زه د هرې هغې خبرې په اړه چې له خولې مې وځي ویره لرم، لکه په دې وروستیو کې موږ د سوري وګړو لپاره پیسې ټولولې، لور مې راته وویل مورې یوه ورځ به موږ بیرته سوریې ته ځو او هلته به خپلې نانځکې او هغه جلۍ وینو چې زما نانځکې ساتي، ما ورته ویل چپ شه داسې خبرې مه کوه.''

په یوې اعلامیې کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي حکومت د مسلمانانو پرضد د کرکې د مخنیوي په برخه کې اقداماتو ته ژمن دی او د سخت دریځۍ پرضد تګلاره د هغو کسانو په اړه ده چې د سخت دریځه کېدو امکان یې وي.

خو په بریتانیا کې د مسلمانانو ټولنې په دې باور دي چې د سخت دریځۍ پرضد د حکومت تګلارې دوی له نورو ګوښه کوي او کرکه ډېروي.