د يوروزون اقتصادي وده د کال درېيم فصل کې ورو شوې

تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې د يوروزون سيمه کې اقتصادي وده، د سږني کال درېيمه درې مياشتنۍ موده کې ۰،۳٪ سلنه ورو شوې ده.

دا کچه د اټکل شوې پايلې او هم د ۰،۴٪ سلنې پرتله، چې مخکينۍ موده کې ثبت شوې، ټيټه ده.

جرمني کې د پرمختيا خوځښت، چې د يوروزن تر ټولو لوی اقتصاد ګڼل کېږي، ورو شوی، خو فرانسه بيا بېرته ودې ته ستنه شوې ده.

داسې ډېر اټکل کېږي، چې د اروپا مرکزي بانک (ECB) دا دسمبر د اقتصادي هڅونې پروګرامونه پراخ کړي، چې موخه يې د پړسوب لرې کول او د ودې ملاتړ دی.

د وارداتو لوړه کچه

د جرمني اقتصاد د جولای - سپتمر موده کې ۰،۳٪ سلنه وده کړې، او د مخکينۍ مودې له ۰،۴٪ سلنې ښکته شوې ده.

د دغه هېواد د شمېرو فډرالي ادارې ويلي اقتصاد يې د "پرله پسې منځنۍ کچې وده" ښوولې، چې په کور دننه د لګښت زياتوالي ورسره مرسته کړې ده.

خو دې ادارې زياته کړې چې بهرنۍ "سوداګرۍ پر ودې منفي اغېزه کړې، ځکه چې د وراداتو کچه په روښانه ډول له صادراتو لوړه وه".

د فرانسې اقتصاد بيا په همدې موده کې ۰،۳٪ سلنه وده کړې، خو دې پرمختيا د مخکينۍ مودې له صفر ودې لوړوالی په نښه کړی دی.

د فرانسې د شمېرو ادارې (INSEE) ويلي وارداتو کې لوړوالي هم د دغه هېواد د ودې انډول دروند کړی دی.

خو دې ادارې زياته کړې اقتصاد يې د کورنيو له لوري لګښت کې د زياتوالی ليدونکی و او دا چې د توکو توليد او خدمتي چارې غوړېدلې دي.

د فرانسې د ماليې وزير مېشېل ساپين ويلي "د ناسوچه کورني توليد شمېره د دې پخلی کوي، چې ۲۰۱۵ کې مو د کمزورې ودې موده تېره کړې، چې له ۲۰۱۱ راهيسې ترې فرانسه تېره شوې ده".

د يوروزون نورو ځواکمنو اقتصادونو ترمنځ بيا، ايټاليا کې وده ۰،۲٪ سلنې ته ورو شوې، چې د اټکل پرتله بده بلل شوې، په داسې حال کې چې د اسپانيا اقتصاد بيا ۰،۸٪ سلنه وده کړې ده.

د يونان اقتصاد ۰،۵٪ سلنه غونج شوی، په داسې حال کې چې فنلنډ بيا ۰،۶٪ سلنه مړاوی شوی.

د يوروسټاټ شمېرې ښيي چې د يوروزون اقتصاد د يو کال مخکې پرتله د کال دې درې مياشتنۍ موده کې ۱،۶٪ سلنه وده کړې ده.