د هند لومړی وزیر له ملکې سره ویني او لسګونو زرو کسانو ته وینا کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption . له لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون سره د نوموړي له لیدو وروسته ویل شوي، چې د بریتانوي او هندي شرکتونو تر منځ د نهه بیلیونه پاونډو په ارزښت سوداګریزې هوکړې شوې

په پام کې ده د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي به له ملکې سره وویني او بریتانیا ته به د خپل سفر په دویمه ورځ لسګونو زرو کسانو ته وینا وکړي.

ښاغلی مودي به له ملکې سره بکینګهم ماڼۍ کې د غرمنۍ میلمستیا لپاره میلمه وي او ویمبلې سټېډیم کې به وینا وکړي.

نوموړی به دغه راز د سوداګرو ټولنو له مشرانو سره هم وویني.

له لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون سره د نوموړي له لیدو وروسته ویل شوي، چې د بریتانوي او هندي شرکتونو تر منځ د نهه بیلیونه پاونډو په ارزښت سوداګریزې هوکړې شوې.

د ښاغلي مودي دغه درې ورځنی سفر په یوه لسیزه موده کې بریتانیا ته د یوه هندي لومړي وزیر لومړنی سفر دی.

مودي بریتانیا سره د خپل هېواد اړیکي '' د ډېر اهمیت وړ '' بللي او لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون بیا ویلي دواړه هېوادونه باید '' په نړیواله کچه له ډېرو مخکښو ملګریتاوو '' یوه رامنځته کړې.

د انځور حقوق Getty
Image caption برېتانیا ته د نرېندرا مودي د سفر پر مهال ځینو فعالانو احتجاج کړی

خو د مودي له سفر سره د هغو تورونو له کبله، چې وايي واک ته د نوموړي له رسېدو سره مذهبي تاو تریخوالی ډېر شوی او مدني حقونه تر لاسه کول ستونزمن شوي، یو لړ احتجاجونه هم شوي.

د بریتانیا او هند تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې اعلان له هغه وروسته وشو، چې نرېندرا مودي د لومړي وزیر کامېرون په چیکورز نومي استوګنځي کې میلمه و.

تمه کېږي ویمبلې کې به تر ۶۰ زرو پورې کسان هغو مراسمو ته ورشي، چې بریتانوي او هندي هنرمندان به پکې برخه لري او ښاغلي مودي به پکې وینا وکړي.

داسې باور کېږي، چې دغه مراسم به د بریتانیا اقتصاد کې د هلته مېشتو هندیانو ونډې ستاینه وي.

د پنجشنبې په ورځ د هند لومړي وزیر پارلمان ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل هند او بریتانیا '' دوه پیاوړي اقتصادونه او دوې نوښتګرې ټولنې دي '' خو هغه وايي د دوی اړیکي '' باید لوړ هدفونه وټاکي ''

د ښاغلي مودې د سفر په لومړۍ ورځ د ډاوننګ سټریټ مخې ته احتجاج هم وشو، چې د مذهبي زور زیاتي او په نیپال کې د لاسوهنې په شمول یو شمېر مسایلو په باب اعتراضونه پکې کېدل.

د بښنې نړیوال سازمان له ښاغلي کامېرون نه غوښتي، چې په هند کې د اعتراض کونکو خلاف روانې ځورونې نښو نښانو موضوع کې مداخله وکړي.