لبنان د بيروت ځانمرګو بريدونو په تړاو ۹ کسان نيولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له هغه وروسته چې په بېروت کې ۲۵ کاله وړاندې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې دا تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

لبناني چارواکي وايي د هغو دوو بريدونو په تړاو چې د پنجشنبې په ورځ يې د دې هېواد په جنوب کې څلوېښت تنه ووژل، ۹ تنه شکمن کسان نيولي دي.

په نيول شوي کسانو کې ۷ تنه د سوريې او دوه د لبنان اوسېدونکي دي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) د دې بريدونو پړه پر غاړه اخيستې وه.

د لبنان پلازمېنې بېروت په يوه ګڼ مېشتې سيمه کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي وو، چې ۴۰ کسان په کې ووژل شول او له ۱۸۰ ډېر په کې ټپيان شول.

ویل کېږي ځانمرګو بريدګرو د ښار سويل برج ابراجنه سيمه کې ځان پورې تړلي بارود و چوول چې د حزب الله يو کلک مرکز بلل کېږي.

له هغه وروسته چې په بيروت کې ۲۵ کاله وړاندې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې دا تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي.

د دې هېواد لومړي وزير تمام سالم، دغه بريدونه غندلي او "ناروا" يې بللي وو. ده له سيالو ډلو غوښتنه کړې وه چې د "شخړې رامنځ ته کولو پلانونو پر وړاندې يو موټی شي."

اسلامي دولت نومې ډلې په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، چې دا بريدونه دوی کړی او په وينا يې دوه بريدګر فلسطينيان او يو د سوريې اوسېدونکی و.

لبناني چارواکي وايي بريدګرو لومړی غوښتل په يوه رغتون چې د شيعه حزب الله ډلې له خوا اداره کېږي بريد وکړي.

خو د امنیتي خنډونو وروسته يې خپل چاودېدونکي مواد په شاوخوا سيمو کې و چوول.