عراق کې دوهم ډله ييز قبر موندل شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په سنجار ښار کې دوهم ډله ييز قبر دی

د عراق له شمال څخه راغلي راپورونه وايي چې په سنجار ښار کې دوهم ډله ييز قبر موندل شوی دی.

عيني شاهدان وايي په دغه قبر کې شاوخوا ۷۰ کسان خښ شوي دي.

کوردي ځواکونو د جمعې په ورځ سنجار ښار د اسلامي دولت ډلې له جنګياليو بېرته نيولی و او يوه ورځ وروسته يې په دغه سيمه کې د ايزدي ښځينو يو ډله ييز قبر موندلی و.

چارواکو ويلي وو دغه قبر د ښار په يوه څنډه کې پروت و، چې شاوخوا ۸۰ ايزدي ښځينه په کې خښې شوې وې.

په يوه ويډيو کې چې دا سې ښکاري د دغه ډله ييز قبر ده، د ايزدي مېرمنو ځانګړې جامې ليدل کېدې.

ايزیدي لږکي له پېړيو راهيسې په عراق کې اوسېږي خو د اسلامي دولت نومې ډلې له جوړېدو او پرمختګ وروسته ډېری يې د دې ډلې له خوا و وژل شول.

د "اسلامي دولت" ډلې جنګياليو د دغو لږکيو ځينې نارينه وژلي او ښځې له ځان سره وړې دي.

اسلامي دولت ډله ايزیديان کافر بولي او له ښځو سره يې د "کافرانو جنګي غنيمت" په توګه چلند کاوه.

د سنجار ښار چې ډېری اوسېدونکي يې ايزیدي کوردان دي تېر کال اوړي د "اسلامي دولت" ډلې وسله والو لاس ته لوېدلی و.

ورته مطالب