د ملاریا ډېرېدو لامل کشف شوی

ملاریا ناروغي د ملاریا ماشې د چیچلو له لارې له یوه انسان نه بل ته لېږدي. د انځور حقوق PA
Image caption ملاریا ناروغي د ملاریا ماشې د چیچلو له لارې له یوه انسان نه بل ته لېږدي.

د بریتانیا ''نوتینګهام'' پوهنتون څېړونکې ډلې د پروټین داسې یو ډول کشف کړی، چې وايي د ملاریا د میکروب ډېرېدو ته لاره هواروي.

څېړونکې ډله وايي، درې داسې بېلابېلې پروټیني ژونکې یې موندلې دي، چې د ''سایکلین'' په نامه یادېږي او د ملاریا د چټکې خپرېدا لامل دي، همدا ده چې د ملاریا د درملنې په برخه کې مرسته کولی شي.

هر کال په ګرده نړۍ کې د ملاریا له کبله نژدې نیم میلیون وګړي مري.

''سایکلین'' د ژوندیو حجرو د وېش لپاره ضروري پروټین ګڼل کېږي، چې د حجرو د تکاثر په نامه هم یادېږي.

وړاندې په انسان او بوټو کې د ''سایکلین'' په تړاو یوه څېړنه شوې وه، خو تر اوسه د ملاریا په میکروب کې د موجود سایکلین او د فعالیت د څرنګوالي په تړاو یې ډېر کم معلومات وړاندې شوي.

وروستۍ څېړنې وکړای شو، چې د ملاریا میکروب کې درې ډوله سایکلین موجود دي.

Image caption اوس څېړونکي وايي، د ملاریا د درملنې لپاره د یوې ځانګړې پیچکارۍ جوړولو چورت وهي، داسې چې میکروب د انسان بدن ته ننوځي او له نښو نښانو راڅرګندېدو وړاندې یې د وینې په حجرو کې ډېرېږي.

څېړونکې ډله وايي، سایکلین په چټک ډول د میکروبي حجرو د ډېرېدو او د وینې په حجرو کې د چټکې خپرېدا لامل ګرځي.

اوس څېړونکي وايي، د ملاریا د درملنې لپاره د یوې ځانګړې پیچکارۍ جوړولو چورت وهي، داسې چې میکروب د انسان بدن ته ننوځي او له نښو نښانو راڅرګندېدو وړاندې یې د وینې په حجرو کې ډېرېږي.

څېړونکې ډله هیله لري چې په راتلونکو کلونو کې د ملاریا ناروغي بیخي له منځه یوسي.

د انځور حقوق SPL
Image caption څېړونکې ډله هیله لري چې په راتلونکو کلونو کې د ملاریا ناروغي بیخي له منځه یوسي.

ورته مطالب