د مصر سيناء کې د ۱۵ افريقايانو جسدونه موندل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption دا هم نه ده څرګنده شوې چې دغه پناه غوښتونکي د افريقا د کوم هېواد دي

چارواکي وايي مصري پوليسو د سيناء ټاپو کې د ۱۵ افريقايي پناه غوښتونکو جسدونه چې په ډزو وژل شوي، موندلي دي.

اته کسان نور ژوندي موندل شوي، خو ټپيان دي.

دا لا نه ده روښانه چې پر دغې ډلې له غزې سره پر پوله د رفح ښار ته څېرمه چا بريد کړی دی.

په سيمه کې نښتې روانې دي او دغلته مصری پوځ د اسلامي دولت ډلې له وسلوالو سره په جګړه کې کېوتی دی.

دا هم نه ده څرګنده شوې چې دغه پناه غوښتونکي د افريقا د کوم هېواد دي.

له هغه وروسته چې د ۲۰۱۳ کال په جولای مياشت کې پوځ ولسمشر محمد مرسي له واک وپرځاوه د سيناء په شمال کې مېشتو جهاديانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په سيناء کې د اسلامي دولت د يوې وړې ډلې له لوري له بريد وروسته د ۲۰۱۴ کال له اکتوبر راهيسې دغلته بېړنی حالت اعلان شوی دی.

دا هم نه ده معلومه شوې چې آيا دغه کسان په سيمه کې د روانو ناراميو په پايله کې وژل شوي که څنګه.

ورته مطالب