ولسمشر اولاند وايي فرانسه په "جګړه کې ښکېل" شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا او روسیې له ولسمشرانو سره وګوري.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پارلمان غړو ته په خپله وینا کې وویل چې هېواد یې په جګړه کې ښکېل شوی.

نوموړي دا څرګندونې پاریس کې د تېرې جمعې ورځې له بریدونو وروسته کړي چې ۱۲۹ کسان په کې ووژل شول.

ښاغلي اولاند وویل چې په ټول هېواد کې به د بېړني حالت موده تر دریو میاشتو پورې غځولو لپاره، پارلمان ته وړاندیز وکړي.

نوموړي په خپله وینا کې وویل چې فرانسه هوډمنه ده چې د اسلامي دولت نومې ډله له منځه یوسي.

اسلامي دولت نومې ډلې د تېرې جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۳) د پاریس بریدونو پړه پر غاړې منلې چې ۱۲۹ ولسي وګړي په کې ووژل شول او نژدې ۴۰۰ ټپیان شول.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا او روسیې له ولسمشرانو سره وګوري.

ښاغلي اولاند وویل

"ترهګري او ترهګر به زموږ د هېواد یو والی ونه وېشي. موږ به مات نه کړي بلکې به ترهګر او ترهګرۍ ته ماتې ورکړو"

د بریدونو په تړاو ۲۳ کسان نیول شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسه کې د اسلامي دولت ډلې د هغو ژونديو غړيو د نيولو لپاره پراخ عمليات روان دي چې د پاريس بريدونه يې کړي دي

فرانسوي چارواکي وايي، د پاریس بریدونو په تړاو یې ۲۳ کسان نیولي او ګن شمېر وسلې یې موندلي دي.

دغه کسان د فرانسې په بېلا بېلو برخو کې په یو لړ چاپو کې نیول شوي دي.

دغه چاپې وروسته له هغې اچول شوي چې د جمعې په ماښام پاریس کې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې ۱۲۹ کسان ووژل شول.

د بلجیم په برسلز ښار کې هم پولیسو عملیات پیل کړي او د رپوټونو له مخې یو کس یې نیولی دی.

تر دې وړاندې د فرانسې لومړي وزیر مانوېل والز ویلي و چې دغه بریدونه له سوریې طرحه شوي و.

ښاغلي والس وويل نن (دوشنبه، ۱۶ نومبر) سهار راهيسې په ټوله فرانسه کې پر مشکوکو توندلارو له ۱۵۰ ډېر چپاوونه شوي دي.

فرانسه کې د اسلامي دولت ډلې د هغو ژونديو غړيو د نيولو لپاره پراخ عمليات روان دي چې د پاريس بريدونه يې کړي دي.