د پاریس بریدونو په تړاو ګڼ کسان نیول شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسه کې د اسلامي دولت ډلې د هغو ژونديو غړيو د نيولو لپاره پراخ عمليات روان دي چې د پاريس بريدونه يې کړي دي

فرانسوي چارواکي وايي، د پاریس بریدونو په تړاو یې ۲۳ کسان نیولي او ګن شمېر وسلې یې موندلي دي.

دغه کسان د فرانسې په بېلا بېلو برخو کې په یو لړ چاپو کې نیول شوي دي.

دغه چاپې وروسته له هغې اچول شوي چې د جمعې په ماښام پاریس کې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې ۱۲۹ کسان ووژل شول.

د بلجیم په برسلز ښار کې هم پولیسو عملیات پیل کړي او د رپوټونو له مخې یو کس یې نیولی دی.

تر دې وړاندې د فرانسې لومړي وزیر مانوېل والز ویلي و چې دغه بریدونه له سوریې طرحه شوي و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بلجیم په برسلز ښار کې هم پولیسو عملیات پیل کړي او د رپوټونو له مخې یو کس یې نیولی دی.

ښاغلي والس وويل نن (دوشنبه، ۱۶ نومبر) سهار راهيسې په ټوله فرانسه کې پر مشکوکو توندلارو له ۱۵۰ ډېر چپاوونه شوي دي.

فرانسه کې د اسلامي دولت ډلې د هغو ژونديو غړيو د نيولو لپاره پراخ عمليات روان دي چې د پاريس بريدونه يې کړي دي.

عبدالسلام صلاح

د انځور حقوق EPA
Image caption د فرانسوي پولیسو د څېړنو پربنسټ، د پاریس له بریدونو وروسته ځینې کلاشنیکوفونه په یوه 'پرېښودل شوي موټر' کې موندل شوي

فرانسوي پولیسو د دغو بريدونو په تړاو د یوه مشکوک کس انځورونه خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي، چې په موندلو کې یې ورسره مرسته وکړي.

بل خوا ته د فرانسوي روغتونونو له لوري ویل شوي، چې د جمعې ورځې بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر هماغه ۱۲۹ کسان دي او د شمېر ډېرېدو په اړه ځینې خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

پولیس وايي هغه کس چې دوی یې لټون کوي بلجیم کې زېږېدلی او عبدالسلام صلاح نومیږي، چې ۲۶ کلن دی.

پولیس وايي دوی په دې باور دي، چې نوموړی د پاریس بریدونو کې مخامخ ښکېل و، چې اوس بې درکه دی.

رپوټونه وايي فرانسوي پولیسو له بریدونو څو ساعته وروسته د بلجیم لور ته یو روان یو ګاډی درولی و، چې وايي عبدالسلام صلاح هم په کې ناست و.

پولیس وايي له هغه یې پوښتلي و او د هغه د پيژندګلوۍ اسناد له کتلو وروسته یې ورته د سفر اجازه ورکړې وه.

اوس د هغه په لټون کې پولیس بېلو ځایونو کې پوښتنې ګروېږنې کوي او له خلکو یې غوښتي چې عبدالسلام صلاح یو خطرناک کس دی، چې په اړه یې معلوماتو تر لاسه کولو کې له چارواکو سره مرسته وکړي.

ورته مطالب