اروپا: د ونډو بازارونو کې له لړزې سره د هوايي شرکتونو ونډو بیې لوېدلې

د انځور حقوق
Image caption شنونکو وړاندوینه کړې وه، چې د دوشنبې په ورځ به د سفر او تفریح سیکتور تر ټولو لوی بایلودونکي وي

د اروپا سفر او ګرځندوی کمپنیو ونډو کې د دوشنبې په ورځ د پاریس بریدونو اغیزو ته د پانګوالو له اندېښنو وروسته پام وړ ټیټوالی راغلی.

هوايي شرکتونه دې لړ کې تر ټولو ډېر اغیزمن شوي، چې پکې د ائرفرانس هوايي شرکت ونډې، پېنځه سلنه، د برټش ائرویز ملکیت درلودونکي شرکت ای اي جي هغه درې اعشاریه څلور او د فرانسوي هوټلونو لړۍ اکوور ونډې شپږ سلنه وغورځېدې.

بل لور ته د اروپا په مرکزي ونډو بازارونو کې مخکینی ټیټوال بېرته سمبال شوی دی. ایف، ټي ایس اې ۱۰۰ بېرته وخوت او پاریس او فرانکفورټ بازارونه صفر اعشاریه یو سلنه ټیټ شوي وو.

دغه ټیټوالي په اسیايي بازاونو کې له هغه ټیټوالي وروسته رامنځته شو، چې د جاپان اقتصادي کړکېچ خبرونو له خپرېدو وروسته رامنځته شو.

د سرو زرو بیو کې بیا له هغه وروسته یو سلنه لوړوالی ولیدل شو، چې ځینو پانګوالو د دودیز پناه ځای خوندیتابه ته مخه کړه. ګڼو شنونکو وړاندوینه کړې وه، چې د دوشنبې په ورځ به د سفر او تفریح سیکتور تر ټولو لوی بایلودونکي وي، چې بازارونه د جمعې ورځې پاریس بریدونو ته لومړی ځل د غبرګون څرګندولو فرصت مومي.

یوروټونل ګروپ، چې د چینل ټونل اورګاډي شبکې چارې پرمخ بیايي وار له مخه پنځه سلنه لویدلی او ایروپورټس دي پاریس چې د پاریس چارلس ديګال او اورلې هوايي ډګرونو چارې پر مخ بیايي پنځه سلنه غورځیدلي، خو ایل وې، ایم ایچ او د ګوشي ملکیت درلودونکی شرکت کېرینګ ونډې بیا دوه سلنه غورځېدلې دي.

بل لور ته د بجټ ائرلاینز، ایزي جیټ او ریان ائر ونډو کې درې سلنه ټیټوالی راغلی دی. فرانسه کې د ګرځندوی سیکتور د دغه هېواد د جي ډي پي یا ناخالص ملي تولید اووه اعشاریه پنځه سلنه جوړوي.