د فرانسې لومړی وزير: د پاريس بريدونه سوريه کې پلان شوي وو

د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسه کې د اسلامي دولت ډلې د هغو ژونديو غړيو د نيولو لپاره پراخ عمليات روان دي چې د پاريس بريدونه يې کړي دي

د فرانسې لومړي وزير مانويل والس ويلي په پاريس کې د اسلامي دولت اورپکو له لوري د جمعې ورځې بريدونه په سوريه کې پلان او چمتو شوي وو.

ښاغلي والس وويل نن (دوشنبه، ۱۶ نومبر) سهار راهيسې په ټوله فرانسه کې پر مشکوکو توندلارو له ۱۵۰ ډېر چپاوونه شوي دي.

پاريس کې د جمعې ورځې بريدونو کې له ۱۲۹ زيات کسان وژل شوي دي.

ټاکل شوې نن په ځايي وخت غرمه مهال د قربانيانو په ياد په ټول هېواد کې خلک يوه دقيقه چُپ شي.

فرانسه کې د اسلامي دولت ډلې د هغو ژونديو غړيو د نيولو لپاره پراخ عمليات روان دي چې د پاريس بريدونه يې کړي دي.

عبدالسلام صلاح

فرانسوي پولیسو د دغو بريدونو په تړاو د یوه مشکوک کس انځورونه خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي، چې په موندلو کې یې ورسره مرسته وکړي.

بل خوا ته د فرانسوي روغتونونو له لوري ویل شوي، چې د جمعې ورځې بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر هماغه ۱۲۹ کسان دي او د شمېر ډېرېدو په اړه ځینې خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

پولیس وايي هغه کس چې دوی یې لټون کوي بلجیم کې زېږېدلی او عبدالسلام صلاح نومیږي، چې ۲۶ کلن دی.

پولیس وايي دوی په دې باور دي، چې نوموړی د پاریس بریدونو کې مخامخ ښکېل و، چې اوس بې درکه دی.

رپوټونه وايي فرانسوي پولیسو له بریدونو څو ساعته وروسته د بلجیم لور ته یو روان یو ګاډی درولی و، چې وايي عبدالسلام صلاح هم په کې ناست و.

د انځور حقوق EPA
Image caption د فرانسوي پولیسو د څېړنو پربنسټ، د پاریس له بریدونو وروسته ځینې کلاشنیکوفونه په یوه 'پرېښودل شوي موټر' کې موندل شوي

پولیس وايي له هغه یې پوښتلي و او د هغه د پيژندګلوۍ اسناد له کتلو وروسته یې ورته د سفر اجازه ورکړې وه.

اوس د هغه په لټون کې پولیس بېلو ځایونو کې پوښتنې ګروېږنې کوي او له خلکو یې غوښتي چې عبدالسلام صلاح یو خطرناک کس دی، چې په اړه یې معلوماتو تر لاسه کولو کې له چارواکو سره مرسته وکړي.

موټر کې کلاشنيکوفونه

د عبدالسلام یو ورور د پاریس موسیقۍ کنسرت سالون کې د برید پر مهال ووژل شو او بل ورور یې په بلجیم کې نیول شوی دی.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر برنارډ کازینوف هم ویلي، چې د پاریس بریدونو پلان د بلجیم اړوند کسانو ډلې جوړ کړی و او وايي په فرانسې کې دننه هم ورسره مرسته موجوده وه.

د فرانسې چارواکي دا هم وايي، چې په پاریس بریدونو کې له وژل شویو اوو بریدګرو نه یې دوه د بلجیم اوسېدونکي وو.

بل لور ته د فرانسوي پولیسو د څېړنو پربنسټ، د پاریس له بریدونو وروسته ځینې کلاشنیکوفونه په یوه 'پرېښودل شوي موټر' کې موندل شوي چې ښايي په بریدونو کې د کارول کېدو لپاره ځای پرځای کړل شوي وي.

د فرانسې عدلي سرچینې وايي، دغه کلاشنیکوفونه د یکشنبې پر ورځ د پاریس په ختیځ مونټریل کې په یوه موټر کې له برید کوونکو پاتې شوې دي.

فرانسوي پولیس وايي د یوه کس لټون کوي، چې وايي بریدونو کې یې کاروول شوی فولکس واګون پولو ډوله ګاډي په کرایه اخیستی و، خو پولیس وايي دا ویل ګران دی، چې دغه کس درېیم بې درکه کس دی او که هغه بریدګر دی، چې وژل شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د فرانسوي روغتونونو له لوري ویل شوي، چې د جمعې ورځې بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۹ کسان دي او وايي د شمېر ډېرېدو په اړه یې ځینې خپاره شوي رپوټونه ناسم دي

د پولیسو په وینا دوی اوس دوه نور ځانمرګي بریدګر هم پېژندلي، چې وايي بلجیم کې اوسېدونکي فرانسویان وو. د دوی عمرونه ۲۰ او ۳۱ کلونه بلل شوي، خو نومونه یې نه دي څرګند شوي.

له دې مخکې فرانسوي څېړونکو ویلي و، چې د موسیقۍ کنسرت کې د برید پر مهال د یوه وژل شوي بریدګر پېژندګلوۍ د عمر اسماعیل مصطفی په توګه شوې ده.

ویل کېږي، چې د عمر د پلار او ورور په ګډون شپږ کسان د پولیسو توقیف کې دي، خو د نوموړي ورور وايي، عمر له کورنۍ مرور و او وايي دوی یې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

بل لور ته د ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې بلجیم کې د پاریس بریدونو په تړاو د نیول شویو کسانو شمېر اوو ته رسېدلی.

بلجیم پولیس وايي دوی بېلو کسانو پوښتنې ګروېږنې کړې دي، د هغه ګاډي او بریدګرو تر منځ په تړاو غور کوي، چې دغه هېواد کې په کرایه اخیستل شوی و.

دوی وايي د مولن بیک سیمه یې د توجه مرکز دی.

ورته مطالب