استراليا کې د مسلمانانو لومړنی ګوند اعلان شو

د انځور حقوق Diaa Mohamed
Image caption دغه ګوند په سډني ښار کې د خپل موجوديت اعلان وکړ او بنسټ اېښودونکی يې ضياء محمد وايي غواړي د مسلمانانو غږ پورته کړي

په استراليا کې د لومړي ځل لپاره داسې يو ګوند جوړ شوی چې د مسلمانانو استازيتوب کوي او دوی د مشرانو جرګې په راتلونکو فدرالي ټاکنو کې سيالۍ ته ودرېږي.

دغه ګوند په سډني ښار کې د خپل موجوديت اعلان وکړ او بنسټ اېښودونکی يې ضياء محمد وايي غواړي د مسلمانانو غږ پورته کړي.

دی وايي: ''په استراليا کې د اسلام او مسلمانانو ډېر مخالف ګوندونه شته، خو داسې کوم ځانګړی ګوند نه شته چې په رسمي ډول د مسلمانانو استازيتوب وکړي.''

په استراليا کې د اسلام ضد يو شمېر ګوندونه شته دي.

۳۴ کلن ضياء محمد چې يو کاروباري سړی دی څو ورځې وړاندې په پاريس کې له ترهګريزو بريدونو وروسته په سملاسي ډول د دغه ګوند له اعلانولو نه دفاع وکړه.

ده د (اې بي سي) خبري رسنۍ ته وويل: ''ښايي د ګوند د اعلان په اړه په راتلونکو ورځو کې له خلکو سره ډېرې پوښتنې پيدا شي او همدا ټول لاملونه دي چې موږ دغه ګوند جوړ کړ.''

د انځور حقوق EPA
Image caption ضياء محمد وايي ګوند به يې د پاريس بريدونو په ځواب کې هېڅکله پر يو مسلمان هېواد د يرغل ملاتړ و نه کړي

ضياء محمد وايي: ''دا د ګوند د موجوديت د اعلان لپاره تر بل هر وخت، غوره وخت و.''

د دغه ګوند رسمي نوم لا نه دی اعلان شوی.

ښاغلي ضياء په پاريس کې د جمعې پر ورځې شوي بريدونه وغندل ويې ويل چې اسلام په ټينګه د بېګناه خلکو وژنه منع کړې ده.

خو ده وويل ګوند به يې د پاريس بريدونو په ځواب کې هېڅکله پر يو مسلمان هېواد د يرغل ملاتړ و نه کړي.

دی وايي: ''راځئ وګورو چې دا ډول بريدونو په تېر کې څومره کارنده و. موږ پر افغانستان او عراق يرغل وکړ. نو زه د هغه څه ملاتړ وکړم، چې په تېر کې يې کار نه دی ورکړی؟ نه هېڅکله هم.''

ورته مطالب