د هند په چنای ښار کې سيلاوونو ۷۰ کسان وژلي دي

د انځور حقوق Getty
Image caption چارواکي وايي د چنای له ښاره يې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان خوندي سيمو ته وېستلي دي

راپورونه وايي د هند په سويلي ښار چنای کې د ډېرو اورښتونو له امله راوتلو سيلاوونو ۷۰ کسان وژلي دي.

د ښار لوی واټونه اوبو لاندې کړي او د چنای ښار بند دی.

په تېره اوونۍ کې د سختو اورښتونو له امله ډېری پوهنتونونه، ښوونځي او دفترونه تړلي وو.

باران دغه راز د سريلانکا په شمالي برخو کې لږترلږه ۸۰۰۰۰ کسان اغيزمن کړي دي.

د هوا وضعيت د بنګال خليج کې خراب شو چې د هند ساحلي سيمې تامل ناډو او سريلانکا ته وغځېد.

د رويترز خبري اژانس د چارواکو له قوله ويلي د چنای له ښاره يې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان خوندي سيمو ته وېستلي دي.

د هند طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره او پوځ د ژغورنې په عملياتو کې مرسته کوي.

د تامل ناډو مشرې وزيرې جې جایالاليتا له ځپل شويو سيمو سره د ۷۵ ميليون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

دای وايي: ''د اوبو د درېدو او ويجاړيو د مخنوي لپاره له وړاندې احتياطي تدابير نه شته. په هغو ځايونو کې چې سیلاوونه د ويجاړيو لامل شوي هلته به مرستې او د بيارغونې کارونه وشي.''

په چنای کې تصويرونه ښيي چې خلک د اړتيا وړ توکو ترلاسه کولو لپاره له څومره ستونزو سره مخامخ دي.

د انځور حقوق imran qureshi
د انځور حقوق imran qureshi
د انځور حقوق bbctamil
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق BBCTAMIL
د انځور حقوق imran qureshi

ورته مطالب