جان کیري د پاريس بريدګر ''رواني ناروغان'' بللي

Image caption په دغو بريدونو کې ۱۲۹ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپيان دي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د جمعې پر ورځ په پاريس د اسلامي دولت ډلې توندلاري بريدګر (رواني ناروغان) وبلل.

ښاغلي کيري په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په خبرو کې وويل چې امريکا له فرانسې سره (اوږه په اوږه) ولاړه ده.

د فرانسې ولسمشر وايي هېواد يې ژمن دی چې د اسلامي دولت ډله ويجاړه کړي. فرانسې تېره شپه هم په سوريې کې د دغې ډلې پر مورچلو بريدونه کړي دي.

اسلامي دولت ډلې ويلي پر خوړنځايونو، کانسرت تالار او لوبغالي دوی بريدونه کړي دي.

په دغو بريدونو کې ۱۲۹ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپيان دي چې د ځينو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

فرانسوي چارواکي وايي، د پاریس بریدونو په تړاو یې ۲۳ کسان نیولي او ګن شمېر وسلې یې موندلي دي.

دغه کسان د فرانسې په بېلا بېلو برخو کې په یو لړ چاپو کې نیول شوي دي.

د بلجیم په بروکسل کې هم پولیسو عملیات پیل کړي او د رپوټونو له مخې یو کس یې نیولی دی.

تر دې وړاندې د فرانسې لومړي وزیر مانوېل والز ویلي و چې دغه بریدونه له سوریې طرحه شوي و.

ورته مطالب