پاریس کې بریدونه- د اسلامي دولت ډلې پر ضد مبارزه

د انځور حقوق Getty
Image caption پاریس کې د جمعې ورځې د بریدونو لږ تر لږه یو برخه وال فرانسوي چارواکو ته معلوم و

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پاریس د وروستیو بریدونو د مسولو کسانو پرضد د "بې رحمه جګړې" پیلولو خبره کړې. امنیتي ګامونه ګړندي شوي او عسکر ځاې پر ځاې شوي دي.

خو وروستیو بمي بریدونو او ډزو یو ځل بیا وښوده چې په اوسنیو عصري لویدیځو پلازمېنو کې بشپړ امنیت ټینګول څومره سخت کار دی.

خو ایا تر کومې اندازې امنیتي نیمګړتیاوې موجودې وې؟ ایا د فرانسې استخباراتي ادارو باید د دې بریدونو مخه نیولې واې او کولاې شواې؟

او بهر کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد د پراخې مبارزې په هکله به څه کېږي؟

آیا د فرانسې پلازمېنه کې د وروستیو خونړیو وژنو له امله به کوم څه بدل شي؟

د تېرې جنورۍ پېښې- دشارلي هبډو طنزي مجلې پر دفتر او د یهودانو پر یو پلورنځي بریدونه- په خپله ډېر بد وو، خو له وحشته ډک یو خبرداری هم وو چې له دې نه بدترې پېښې لا راتلونکې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د شارلي هبډو د کارکونکو له ډله ییزې وژنې یوه میاشت وروسته، دغې اوه نیزې بیا په خپرېدو پیل وکړ

له دغو بریدونو وروسته امنیتي ادارې پیاوړې کړاې شوې. د فرانسې په بېلابېلو امنیتي ادارو کې په سلګونو نوې څانګې جوړې شوې، او د هغوې ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا او د اطلاعاتو د شریکولو لپاره نوي ترتیبات ونیول شول.

څرګنده ده چې د دې ټولو کارونوعملي کول وخت غواړي او نوې جوړې شوې څانګې همدا اوس فعالې شوې دي. خو ښايي د هغې دندې لپاره چې په مخکې ده دا نوي اقدامات لا پوره نه وي.

لکه هغسې چې په جنورۍ کې پېښه شوه- یو ځل بیا داسې ښکاري چې لږ تر لږه د تېرې جمعې ورځې د بریدونو یو مسول کس فرانسوي استخباراتو ته معلوم وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption د بټاکلان تیاتر یو له هغو ځایونو څخه دی چې برید ورباندې وشو، او بریدګر ېې پولیسو پېژانده

اسماعیل عمر مصطفايي- یو له هغو ځان وژونکو بمي بریدګرو وو چې د بتاکلان د کانسرتونو پر تالار برید کې ېې برخه درلوده. هغه د فرانسې تبعه وو چې ځینې واړه جنایتونه ېې هم کړي وو.

هغه له ۲۰۱۰ کال راهیسې د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې و اوګمان کېده چې ښايي د بنسټپاله کېدو پر لور روان وي. د لوموند ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې، ښايي هغه په ۲۰۱۳-۲۰۱۴کې یو څه وخت په سورېې کې تېرکړی وي.

کله چې هغه بېرته له سورېې نه فرانسې ته راستون شوی و، په هردلیل چې وو د چارواکو پام ورته نه وو را اوښتی. په تېروخت کې د فرانسې امنیتي سرچینو شکایت کړی وو چې د قضیو پلټنې دومره ډیرې دي چې دوې ورته نشي رسېدای.

زښته ډېر ځایونه دي چې امنیتي ادارې ېې باید څارنه وکړي او که یو څوک په کوم شکمن فعالیت کې برخه ونه لري د چارواکو له نظره ښايي د هغې پر خلاف د استخباراتي کمیابو زیرمو کارول معقول نه ښکاري.

بلجیم سره اړیکي

د مصطفايي ژوند لیک د اوسني نسل بنسټپالو فعالینوته ورته دی.

خو هغه څه چې د دې وروستیو بریدونو په هکله توپیر لري او فرانسوي چارواکو ېې په اړه کافي معلومات نه دي ورکړي دا دي چې وايي د دې عملیاتو تر شا د بهرنۍ لارښونې لاسونه دي.

داسې ښکاري چې د پاریس بریدګرو بلجیم کې اړیکې درلودې، او دا هغه ځاې دی چې اسلامپالو افراطیونو ورته له ډېرې مودې راهیسې پام درلود.

د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا د متحدو ایالتونو ترمشرۍ لاندې هوايي بریدونه د اسلامي دولت ډلې د محدودولو لپاره وو

په داسې حال کې چې د القاعدې او د اسلامي دولت ډلې ترمنځ د توپیر خبرې کېږي- اسلامي دولت ډلې منځني ختیځ کې یوه سیمه ټینګه نیولې او اوس داسې څرګندوي چې بهر ته ېې هم لاسونه رسېږي.

د مصرپه فضا کې د روسۍ الوتکې راغورځول، په ترکيې او لبنان کې د حزب الله پرضد بمي بریدونه، او اوس په پاریس کې دا وروستي بریدونه، ټول ښيي چې اسلامي دولت ډله کولای شي په عراق او سوريه کې له خپلو مرکزونو نه لیرې پر خپلو دښمنانو د برید کولو وړتیا لري.

د پاریس پېښې ښيي چې په اروپايی هېوادو کې د تروریزم ضد هڅو د لا پیاوړي کولو ترڅنګ باید په دې هکله یوه نوې کتنه وشي چې اسلامي دولت ډلې ته څرنګه ماته ورکول کېداې شي. او دې پوښتنې ته هم اسانه ځوابونه لږدي.

په سورېې کې د واک تشه

تراوسه پورې، ترډېره پام دې ته و، چې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې ترواک لاندې سیمې محدودې وساتل شي، د دې لپاره د امریکا د متحده ایالتونه او د هغې متحدین هوايي بریدونه کوي، خو د اغېزمنو ځمکنیو ځواکونو پرته د اسلامي دولت بشپړ پرشاتمبول ډېر سخت ښکاري.

په دې وروستیو کې، حالاتو په بدلیدو پیل کړی. کوردي ځواکونو د پام وړ سیمه ییز بریالیتوبونه ترلاسه کړي، د سنجار ښار ېې بېرته نیولی. عراقي ځواکونو هم د رمادي ښار شاوخوا کې ځینې پرمختګونه کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کوردي جنګیالیو د اسلامي دولت ډله د عراق د سنجارښاره شړلې ده

د اسلامي دولت ډلې پرضد ځمکنیو ځواکونو سره د امریکايي او نورو بهرنیو مشاورینو شمېر ډېر شوی دی، او د ترکېې پوځي اډو ته نورې امریکايي الوتکې لېږل شوې دي چې له هغه ځایه په سوريه کې بریدونه ترسره کوي.

د سوريې لپاره د سولې د یوه نوي نړیوال پلان نښې هم څرګندې شوي، خو دا پلان د جګړې په ډکر کې د کومې برخه والې ډلې د مستقیم ګډون پرته جوړ شوی.

د اسلامي دولت ډلې د ماتولو یو مهم شرط د سورېې په زیاترو برخو کې د واک د تشې له منځه وړل دي. خو د هغې بشپړ له منځه تلل سخت ښکاري.

اسلامي دولت ډله هم په خپله د القاعدې د جنګیالیو د بنسټپالنې یوه نوې بڼه ده چې په عراق کې ’’د سنیانو پاڅون’’ په وخت کې پټېدو ته اړ شوې وه.

د القاعدې د ځمکنۍ اډې له منځه وړلو او دهغې د مشرانو پرله پسې څارلو، القاعده کمزورې کړه.

خو له بده مرغه، د دې ډول چلېنج لپاره ښايي کوم دایمي ځواب نه وي موجود.

امنیتي ځواکونه باید ډېر پیاوړي وي. اروپايي ټولنې باید په لا ښه ډول سره یو موټی شي. د منځیني ختیځ هېوادونه باید په لا ښه ډول وکولاې شي چې د خپلو ټولو وګړو اړتیاوې رفع کړي.

ښايي تاسو وواېې چې دا به هغه درې لوړې هیلې وي چې د تېرو ۱۲ میاشتو په پای کې چې د پاریس په وحشتناکو پیښو سره پاې ته ورسیدې، د نوي کال لپاره کېږي.