روسیې پر اسلامي دولت نومي ډلې بریدونه ډېر کړي دي

د انځور حقوق
Image caption روسي چارواکي وايي هوايي ځواک یې تېرو ۴۸ ورځو کې د سوریې خاوره کې ۲۳۰۰ هوايي بریدونه کړي

روسیې او فرانسې سوریې کې د هغې ډلې خلاف هوايي بریدونه ډېر کړي، چې ځان اسلامي دولت بولي.

د سې شنبې په ورځ روسیې له سمندره او تر ډېر واټنه د الوت کونکو الوتکو له لارې هدفونو په کروز توغندیو وېشتلي دي.

بل لور ته فرانسې هم د اسلامي دولت ډلې خلاف هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

د روسیې له لوري داسې مهال د اسلامي دولت ډلې پر ضد بریدونه ډېر شوي، چې د ددغه هېواد امنیت مشر تایید کړې، چې د مصر سینا کې نسکوره شوې روسۍ الوتکه د ترهګرۍ ښکار شوې.

روسي چارواکي وايي هوايي ځواک یې تېرو ۴۸ ورځو کې د سوریې خاوره کې ۲۳۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.

پاریس کې د جمعې په ورځ له بریدونو وروسته ولسمشر ولادمیرپوتېن د روسيې سمندري ځواک ته امر کړی، چې د روم سمندر کې له شته بېړیو سره د اتحادي په حیث همکاري وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption روسي ځواکونو تر لرې واټنه د الوت کونکو الوتکو له لارې کروز توغندي هم توغولي دي

د دوشنبې په شپه د خپل هېواد په امنیتي غونډه کې ولسمشر پوتین ویلي هېواد یې باید سوریې کې عملیات چټک کړي.

'' سوریې کې زموږ عملیات باید نه یوازې دا چې روان وساتل شي، بلکې باید چټک شي او د ښمن وپوهیږي، چې له غچ اخیستو پرته بله لاره نه شته.''

د سې شنبې په ورځ روسي ځواکونو دویم ځلې سوریې کې هدفونه په کروز توغندیو وویشتل.

د روسیې دفاع وزارت چارواکي وايي د روم سمندر کې شته اوبتل نه د توغندیو په وسیله د سوریې الرقه ښار کې د اسلامي دولت ډلي مرکزونه او د ښار په څنډو کې د دوی د وسلو زېرمتونونه په نښه شوي دي.

بل لور ته روسيې په سوریې کې تر لرې واټنه سفر کونکې الوتکې کارول هم پیل کړي دي.

له دغو الوتکو نه هم کروز توغندي توغول شوي دي. د دوشنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د خپل هېواد پارلمان ګډې غونډې ته وینا کې وویل، چې له پاریس بریدونو وروسته د اسلامي دولت نومي ډلې ځپلو لپاره یې هېواد هوډمن دی او سوریې کې به د دغې ډلې ځپلو لپاره به د فرانسې بریدونه نور چټک شي.