د پاريس بريدونو پلان کوونکی ووژل شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاريس کې د جمعي بريدونو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي وو

د فرانسې څارنوال وايي عبدالحميد اباعدو، چې ويل کېږي د پاريس د وژونکو بريدونو پلان کوونکی دی، د چهارشنبې پر ورځ د پوليسو په عملياتو کې وژل شوی دی.

تېره ورځ چهارشنبې (۱۸ نومبر) د فرانسې پوليسو د پاريس څنډو کې پر يوه ودانۍ چاڼيز عمليات کړي و چې د مقابل لوري له مقاومت سره مخامخ شوي وو.

پوليسو په دې عملیاتو کې اته تنه نيولي و چې عبدالحميد اباعود په کې نه و، په دې بريد کې لږ تر لږه دوه کسان هم وژل شوي وو.

په دغه جګړه کې د ۲۷ کلن عبدالحميد اباعدو مخ او بدن د ډزو له امله خراب شوی خو د ګوتو له کرښو له امله اوس پېژندل شوی دی.

د فرانسې څارنوال ويلي وو دغه چاڼيز عمليات په ښار کې دنورو بريدونو د مخنيوي په موخه ترسره شوي دي.

پاريس کې د جمعي ورځې بريدونو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي وو.

چارواکي وايي د ترهګرۍ ضد ډلو د پاريس څنډو سان دني سيمه کې چاڼيز عمليات کړي او دغه مهال سيمې ته غځېدلي سړکونه تړل شوي وو.

د فرانسې څارنوال په خبره عمليات له هغه وروسته وشول، چې څارګرو ادارو په سيمه کې د عبدالحميد شتوالي په اړه رپوټونه ور کړل.

پوليس وايي د بريدګرو لټون لپاره يې عمليات سهار وختي پيل کړي وو.

ورته مطالب