شمالي آیرلنډ؛ له 'ترهګرو' سره خبرې

د انځور حقوق WTPL Michael Cooper

د شمالي آیرلنډ کړکېچ له ۱۹۶۸ کال راهیسې پیل شوی او په ۱۹۹۸ کال کې یې د توني بلېر په مشرۍ د کارګر دولت د سولې د هوکړې تر لاسلیکېدو پورې دوام وکړ. په دې درو لسیزو کې تر ۳۶۰۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰۰۰۰ نور ټپیان شول.

نښته د شمال آیرلنډ د سیاسي موقعیت پرسر وه، هغه ځای چې کاتولیکو جمهوریت غوښتونکو غوښتل له بریتانیا بېل شي او پروټسټان یونیونیسټانو غوښتل د پاچاهۍ یوه برخه پاتې شي.

د شمالي آیرلنډ په کړکېچ کې جاناتان پاول د توني بلېر جګپوړی مرکچي و؛ داسې کس چې هوکړه یې نهايي کړه او جګړې ته یې د پای ټکی کښېښود. دی باید له هغو ډلو سره غږېدلی وای چې د بریتانیا دولت ترهګرې ډلې ګڼلې. دا ډول کړکېچونو ته د هغه لیدلوری، او د حل لاره یې، د هماغو خبرو د تجربو زیږنده وه.

ښاغلی پاول په ۱۹۹۵ کال، د جګړې په وروستیو پړاوونو کې د خبرو مسؤول شو. لکه څرنګه یې چې ویل، په دې وخت کې د بریتانیا پوځ او هم د جمهوریت غوښتونکو د جنبش دواړه مشران ـ یعنې جري آډمز او مارټین ک ګینس ـ دې پایلې ته رسېدلي وو چې کړکېچ پوځي حل لاره نه لري او نه هم بریالی کېدای شي.

دی وايي: "د شمالي آيرلنډ په کړکېچ کې، د اویایمې لسیزې وروستیو او د اتیایمې لسیزې په لومړیو کې، د بریتانیا پوځ دې ته متوجه شوی و چې کولی شي د آیرلنډ جمهوري غوښتونکی پوځ د تل لپاره کنټرول کړي. یعنې د جمهوریت غوښتونکو پوځ نه شي کولی بریال شي. خو غوڅه ماتې هم نه شي خوړلی. د اتیایمې لسیزې نیمايي کې، آډمز او مک ګینیس هم پوی شول چې ماتې به نه خوري، خو جګړه به د تل لپاره جاري وي. دوی ولیدل چې خورېیونه، ورېرونه، لوڼې او زامن یې نیول کېږي یا وژل کېږي. په پای کې یې د جوړجاړي لپاره پرېکړه وکړه".

په حقیقت کې له ۱۹۷۲ کال راهیسې د آیرلنډ د جمهوريت غوښتونکي پوځ او د بریتانیا د استخباراتي سازمان ترمنځ د پردې تر شا خبرې پیل شوې وې. که څه هم دواړو غاړو دا خبره نه منله، خو خبرې موجودې وې او د اصلي خبرو د بنسټ ډبره او وروستۍ پرېکړه یې وکړه.

د انځور حقوق f
Image caption د بریتانیا د هغه وخت لومړی وزیر توني بلېر د آیرلنډ له جمهوریت غوښتونکو مشرانو سره خبرې کوي

ښاغلی پاول وايي: "د پردې تر شا له خبرو پرته، هوکړه ډېره ډېره ګرانه ده. حتمي باید داسې تګلوری ولرئ چې نا رسمي پیغام واستوئ، او آن په کوچنیو ډلو کې هم باید خبرې وکړئ".

یو بل عامل یې مقتدره رهبري وه.

واقعیت دا دی چې په ۱۹۹۵ کال نېکو انسانانو سم ځای نیولی و، او د هوکړې لپاره له لازم سیاسي ملاتړ هم برخمن شوي وو. لکه څرنګه چې ښاغلی پاول وايي، توني بلېر رښتیا هم باوري و چې کولی شي د شمالي آیرلنډ مساله حل کړي. پر وړاندې یې هم ـ هغه که یونیونیستان او یا د شمالي آیرلنډ جمهوریت غوښتونکي وو- مقتدر سیاستوال په کار بوخت وو.

ښاغلی پاول وايي: "جنوبي افریقا په نظر کې ونیسئ. که چېرې نېلسن منډېلا او ایف. ډبلیو دی کلرک نه وای، یعنې که چېرې دغه مقتدر مشران نه یې نه لرلی، ستونزه به یې نه وای حل شوې. اوسني منځني ختیځ ته پام وکړئ. دا چې هلته مقتدر مشر نه شته، مساله نه حل کېږي. د مقتدر مشر شتون ضروري دی".

د دوو جمهوري غوښتونکو مشرانو – آډمز او مک ګینیس- مخامخ کتنه لندن کې د بریتانیا د لومړي وزیر د اوسېدو په ځای کې وشوه.

ښاغلی پاول یې په اړه داسې وايي: "نه زه، نه هم الیسټر کمبل چې د عموي اړیکو مشر و، حاضر شوو چې له آدمز او مک ګینیس سره په لاسونو روغبړ وکړو. د جګړې پرمهال یې په یوه کمین کې زما پلار په مرمی ویشتلی او ټپي کړی و. خو توني بلېر – چې رښتیا هم د ستایلو وړ دی – له دواړو سړیو سره لاس ورکړ چې زما په اند یې ښه کار وکړ".

په بل کال، پاول بیا څو څلې له آدمز او مک ګینیس سره وکتل. ځینې وخت به یې یوازې سفر کاوه او په خوندي خونه کې به یې سره کتل. له مقابل لوري سره د هغه په خاره کې د خطر منل او د کتنې ګواښ پر غاړه اخیستل د باور جوړونې لپاره مهم وو.

د انځور حقوق f
Image caption د توني بلېر واکمنۍ کې د دولت لوړپوړی مرکچي جاناتا پاول د شمالي آیرلنډ کړکېچ کې

دی وايي: "لومړی ځل مو چې ددغې کتنې لپاره سفر کاوه، هېڅ یوه امنیتي چارواکي ته مو خبر ورنه کړ. الوتکې ته وختلو او بلفاست ته ولاړو. له هوايي ډګره مو ټکسي ونیوه او ژمنه شوي ځای ته ولاړو، د واټ پر سر ودرېدو. له شاوخوا لسو دقیقو وروسته ـ چې ځان مو کم عقل ګاڼه ـ دوه سرکلي ښاغلي راغلل او له ټکسي کوز شول راته ویې ویل چې ښاغلي مارټین مک ګینیس راستولي دي. نژدې یو ساعت په واټونو کې وګرځېدو او هېڅ نه پوهېدو چې څه کومې خوا ته روان دي. په پای کې له موټره کوز شوو او یوه نسبتاً معاصر کور ته یې بوتلو. ور مو وروټکاوه، مارټین مک ګینیس چې تر تخرګ لاندې یې لکڼه نیولې وه ور پرانیست. درې ساعته هلته ناست وو او خبرې مو وکړې. یوه ځای ته ورسېدو. خو له هغه وروسته تر لسو کلونو پورې به زه هره اونۍ یو یا دوه ځلې الوتکې ته ختلم او آیرنلډ ته به تلم چې آډمز او مک ګینیس هلته په کور کې ووینم او په بېلابېلو موضوعاتو خبرې ورسره وکړم. وروسته مې پام شو که چېرې غواړم کوم ځای ته ورسېږم باید ومنم که یوڅه لاسته راوړم، باید یوڅه له لاسه هم ورکړم".

البته باور هېڅ وخت بشپړ نه و. پاول دا هغه ستونزه تعریفوي چې د سولې له هوکړې لاسلیکولو وروسته په ۲۰۰۴ کال کې رامنځ ته شوه.

وايي: "د بلفاست په یوه څنډه کې وو. د ګړۍ دقیقه ګر مې سم نه تاوېده، بجې سمې نه وې راته معلومې. مک ګینیس پوی شو او ویې ویل ساعت دې راکړه زموږ کور ته نژدې زه یو ډېر تکړه ساعت جوړوونکی پېژم. ساعت مې یې واخیست او درې اونۍ وروسته یې راوړ. ساعت مې امنیتي ځواکونو ته ورکړ چې وګوري ایا د اورېدو یا کوم بل شی خو به یې نه وي پکې ځای په ځای کړی. دوی مې ساعت پرزه پرزه کړ او د عقربې دقیقه ګڼونکی یې ورو کړ. اړ شوم چې بېرته لندن ته ستون شم. باید ووایم چې باور حد لري او کامل نه دی".

پاول وايي ددغو کلونو تجربو هغه ته وښوده خبرې هغه وخت نتیجه ورکوي چې دواړه غاړې رښتیا هم مقابل لوري ته غوږ ونیسي او وویني چې هغه څه وايي. دواړه لوري باید د خبرو کولو فرصت ولري، د مقابل لوري غوښتنې لومړی لوری درک کړي، او له هغه څه تېرېدو ته حاضر شيو چې باید ترې تېر شي".

د انځور حقوق t
Image caption آیرلنډ کې د جمهوریت غوښتونکو د غورځنګ مشران جیري آډمز او مارټین مک ګینس

وايي: "تل له هغه څه ډېر وخت نیسي چې انسانان یې په اړه فکر کوي. په ناڅاپي توګه خبرې پیلول ممکن نه دي. دا یو اوږد بهیر دی. باید ګام په ګام باور ډېر کړای شي او دریځ یې درک کړای شي. د شخړې په اصل پوهېدل غوږ نیول دي".

د خبرو د پرمختګ پروړاندې اساسي موانع هغه مخ شرطونه وو چې د اوربند او بې وسلې کېدو لپاره ټاکل شوي وو. پاول باوري دی چې کار یې یوه تېروتنه وه.

وايي: "ځینې وخت داسې کېږي چې دواړه غاړې له مخکې شرطونه وضع کړي. هغه وخت شرطونه ږدي چې تاسو پخپله راګیر کړي. که چېرې مقابل لوری ووايي چې نه، یا باید شاته شي چې دا سم کار نه دی، یا باید خبرې ودروي. نو دغه مخکې شرطونه اېښودل نژدې تل یوه تېروتنه ده. څو ځلې غوره دا ده چې د خبرو پرمهال ټول موضوعات تر پوښښ لاندې راوستل شي. که چېرې د بې وسلې کېدل موږ د خبرو په لومړي سر کې د مخ شرط په توګه وټاکو، په غوره توګه او ژر پایلې ته رسېدلی شو".

البته د بې وسلې کېدو موضوع تر همدا نن پورې لانجې راټوکوونکې ده؛ دا چې د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکي پوځ باید ټولې وسلې پر ځمکه کېږدي یا نه، د حیرانتیا خبره نه ده چې حل لارې ته رسېدل د ټولو لپاره د منلو وړ وي، بلکې لا ډېر ګران وي.

ښاغلی پاول زیاتوي: "یونیونیستان وايي تر هغو دولت ته نه ننوځو چې د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکی پوځ ټولې وسلې ونه سپاري. جمهوریت غوښتونکي وايي، موږ پر تاسو باور لرو. ممکنه ده چې موږ ته واک ته رسېدو لاره رانه کړئ؛ ځکه چې واک ونه وېشل شي موږ وسلې پر ځمکه نه ږدو. کله چې دې ټکي ته رسېږئ، یوه غوره لار منځ ته راځي، چې زه "د نڅا د طراحۍ" نوم ورکوم. چې رښتیا هم د یوې نڅا د خوځښتونو مشخصول دي. باید هوکړه مو کړې وای چې د بې وسلې کولو نړیوال کمیسیون لاس په کار شوی وای او دا څارنه یې کړې وای چې د شمالي آیرنلډ جمهوریت غوښتونکي پوځ ځینې وسلې تړل شوې دي. بیا مو باید یونونیستان راضي کړي وای چې یو کوچنی ګام یې اخیستی وای. بیا یو بل کوچنی ګام. او بیا هم بل ګام. رښتیا هم د وسلو په تړاو له دې پرته بله لار نه وه".

په پای کې، د ۱۹۹۸ کال د اپریل پر لسمه، د شمالي آیرلنډ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو. البته د هوکړې لاسلیکول د ستونزو پای نه و. په وروسته یوه لسیزه کې، په داسې حال کې چې ښکېلو غاړو هڅه کوله چې د سیاسي واک د وېش لپاره خپله هوکړه عملي کړي، ډېرو نورو هم قربانۍ ورکړې.

د انځور حقوق trh
Image caption بلفاست کې د آیرلنډ د جمهوریت غوښتونکي پوځ د مرکز پر یوه دېوال د نقاشۍ ترڅنګ یوه کورنۍ د تېرېدو په حال کې - ۲۰۰۱ اکتوبر

جاناتان پاول په پای کې په ۲۰۰۷ کال، له کاره ګوښه شو او د "منځګړي" په نوم یوه خیریه ټولنه یې جوړه کړه، چې دغه ټولنه د نړۍ په ګڼو برخو کې د ښکېلو غاړو ترمڼځ د منځګړیتوب هڅې کوي. نوموړی پر همدې مهال لیبیا کې د بریتانیا د دولت استازی هم دی.

دی باوري دی چې د شمالي آیرلنډ تجربې وروښوده چې تاوتریخوالی هرڅومه ناحل کېدونکی ګڼل کېږي، بالاخره د خبرو لپاره لاره ورته پیدا کېدای شي، او همدا خبرې د کړکېچ د حل یوازېنۍ لار ده.

وايي: "په ۲۰۰۸ کال چې له دولته بهر شوم، ومې ویل چې د شمالي آیرلنډ د جمهوریت غوښتونکي پوځ په اړه زما تجربې وښوده چې باید له "حماس" سره خبرې وکړو، له طالبانو سره وغږېږو، او آن له "القاعدې" شبکې سره هم باید پر خبرو فکر وکړو. د دولت ځینو غړو به ویل چې ته هسې بابیزه خبرې کوې. دوی به ویل چې د آیرلنډ له جمهویت غوښتونکي پوځ سره خبرې کېږي، یا د فلسطین د آزادۍ له غورځنګ سره، خو له دغو ډلو سره نه. خو بیا مو ولیدل چې له حماس سره یې د اوربند په اړه خبرې وکړې، له طالبانو سره یې د امریکايي پوځي بوی برګډال پر سر خبرې وکړې، او آن د بریتانیا د امنیتي خدمتونو د سازمان مخکیني مشر وویل له القاعدې سره هم خبرې کوو. نو وضعیت بدل شوی دی".

یعنې هېڅ ډله نه شته چې د خبرو او جوړجاړي ځای دې ونه لري؟ ښاغلی پاول باوري دی چې نه. د هغه په اند باید یوازې مناسب وخت ته منتظر شو.

وايي: "فرض کړئ چې د "اسلامي دولت" (داعش) په څېر پدیده، د دوی پر ټولو وېروونکو کارونو او ډېر تاوتریخجنو اعمالو سربېره، که چېرې دوی سیاسي ملاتړ ولري، په بمباریو یې ماتول ممکن نه دي. ګټه نه لري. ځینې وايي له دا ډول ډلو سره څه ډول خبرې کېدای شي؟ دوی له هرڅه منکر دي. یوازې د "خلافت" خبرې کوي. زما نظر دا دی چې له ترهګرو سره خبرې کول له ترهګرو سره د هوکړې په معنا نه دي. موږ د آیرلنډ له جمهوري غوښتونکي پوځ سره خبرې وکړې، خو له متحد آیرلنډ سره چې د زور له لارې سر ټیټ کړي، موافقه ونه کړه ـ مګر دا چې دا د شمالي آیرلنډ د خلکو غوښتنه وه. که چېرې موږ خپل تېر ته پام وکړو، تل مو ویلي چې له ترهګرو سره خبرې نه کوو. خو تل مو د کار په پای کې خبرې کړې دي. باید له دغه تاریخي واقعیت نه پند واخیستل شي".

ورته مطالب