''پر فرانسې د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو د برید خطر و''

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې عملیاتو کې مشکوک طراح عبدالحمید اباعود شامل دی که نه

د فرانسې لومړی وزیر مانویل والز وايي ښايي هېواد یې د ترهګرو ډلو له لوري د کیماوي او یا بیالوژیکي وسلو له برید سره مخامخ شوی وای.

نوموړي دغه څرګندونې د هغه بېړنیز حالت غځولو اعلان پر مهال کړې، چې د پاریس له بریدونو وروسته اعلان شو.

بل لور ته د بلجیم پولیسو شپږ ځایه د پاریس بریدونو مشکوکو بریدګرو بلال هدفي او صلاح عبدالسلام د لټون بهیر کې چاپې وهلې دي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د جمعې ورځې بریدوندونو مشکوک مرکزي طراح د چهارشنبې ورځې عملیاتو کې وژل شوی که نه.

د انځور حقوق Getty
Image caption امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال سیمې ته غځېدلې لارې تړلې وې

د خپل هېواد پارلمان کې د دریو میاشتو لپاره د بېړنیز حالت غځولو پر مسودې د بحث پر مهال نوموړي ویلي، پاریس کې بریدونه د دې لپاره نه و شوي، چې فرانسه عراق او سوریې کې پوځي عملیاتو کې ونډه لري، بلکې په وینا یې دا چې فرانسه کوم حیثیت لري، ځکه پرې دغه بریدونه وشول.

د جمعې ورځې بریدونو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي وو.

بل لور ته فرانسوي امنیتي چارواکو تېره شپه د پلازمېنې پاریس څنډو سان ډني نومي سیمه کې چاڼیزعملیات کړي، چې اووه ساعته وخت یې ونیو.

له عملیاتو وروسته د پاریس څارنوال فرانسوا مولنز یوې خبرې غونډې ته وویل د عملیاتو هدف په ښار کې د نورو عملیاتو مخنیوی کول دي.

د نوموړي په وینا د عملیاتو ترڅ کې اته کسان نیول شوي، چې په وینا یې د پاریس بریدونو مهم طراح عبدالحمید اباعواد پکې شامل نه دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption فرانسوي امنیتي ځواکونو د پلازمېنې پاریس څنډو کې اووه ساعته چاڼیز عملیات کړي

نوموړی وايي له یوه اپارتمانه مړی موندل شوی دی، چې په وینا یې تر اوسه نه دی پېژندل شوی.

د څارنوال په وینا دغه چاڼیز عملیات په ښار کې د نورو بریدونو مخنیوي په موخه تر سره شوي دي.

هغه وايي دم ګړۍ عملیاتو کې د وژل شویو کسانو د کره شمېره او پېژندګلوۍ په اړه څه نه شي ویلای، خو په وینا یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. دې سره وايي یو مړی موندل شوی دی، چې د خونثا کېدو له کبله یې پېژندګلوي ګرانه ده.

د عملیاتو هدف د پاریس بریدونو مرکزي مشکوک طراح عبدالحمید اباعود و، چې د یادې سیمې یوه اپارتمان کې یې د شتوالي له معلوماتو موندل کېدو وروسته عملیات تر سره شول.