هغه سندرغاړي، چې پاریس کې يې پر کنسرت برید شوی، حال وایي

د انځور حقوق Other
Image caption د ټوپکو او بمي بریدونو هغه لړۍ کې، چې پر یاد صالون وشو د موسیقۍ ډلې کوم غړی نه دی ټپي شوی

''ایګلز اف ډیت مېټل'' نومي هغه موسیقۍ ډلې، چې پاریس کې یې پر کنسرت برید وشو امریکا متحدو ایالتونو ته له ستنېدو وروسته لومړی ځل چوپتیا ماته کړې.

دوی وايي اوس چې کورته خوندي ستانه شوي یو لا هم د ترهې ښکار یو او هڅه کوو د هغه حالت له اغیزه ووځو، چې پاریس کې پېښ شو.

د امریکايي موسیقارو دغې ډلې غړي وايي، '' موږ له هغو ټولو کسانو سره، له مينه والو سره او له ټولو هغو سره چې د ترهګرۍ ښکار شوي دي په دغه وير کې شامل یو.''

بریدګرو په باتاکلان نومي صالون کې ۸۹ کسان هغه مهال ووژل، چې د دغې موسیقۍ ډلې کنسرت ته ناست وو.

په وژل شویو کې نیک الکساندر نومي برتانوی هم شامل و، چې کوڅه کې په سوداګرۍ بوخت و.

دغه راز د یادې موسیقۍ ډلې د ثبت کمپنۍ درې کارکونکي هم په هغه برید کې وژل شوي وو. د موسیقۍ ډلې اعلامیه کاږي:

''زموږ ورور نیک الکساندر، زموږ د ریکارډونو کمپنۍ ملګري، توماس ایاد، مارې موسیر او مانو پاریز، ټول ملګري او مینه وال، چې پاریس کې له ژونده بې برخې شول او دغه راز د دوی خپل خپلوان او دوستان زموږ په زړونو او ذهنونو کې ځای لري.''

د ټوپکو او بمي بریدونو هغه لړۍ کې، چې پر یاد صالون وشو د موسیقۍ ډلې کوم غړی نه دی ټپي شوی.