روسيې سوریې کې پر اسلامي دولت ډلې پراخ بریدونه کړي

د انځور حقوق Getty
Image caption روسي چارواکي وايي دوی به سوریې کې د خپلو شته الوتکو شمېر هم ۶۹ ته ورسوي

روسیه وايي، سوریې کې د دوی په خبره د 'ترهګرو' پر مورچلونو بریدونه ډېروي.

روسي چارواکي وايي دوی به سوریې کې د خپلو شته الوتکو شمېر هم ۶۹ ته ورسوي.

خو دې سره د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي اسلامي دولت نومي ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره د بریدونو اوسنۍ کچه بسنه نه کوي.

روسي چارواکي وايي څلورمه پرلپسې ورځ یې د اسلامي دولت نومي دلې مورچلونه په کروز توغندیو ويشتلي دي.

اوږده واټن کې ګوزار کونکي دغه توغندي په کسپین سمندر کې له شته بېړیو توغول شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي دي، چې دغو توغندیو په مهم ستراتیژیک دير الزور کې د اسلامي دولت ډلې مورچلونه په نښه کړي دي.

دغه سیمه د الرقه ښار، چې دغه ډله یې خپله پلازمېنه بولي او د عراق هغو سیمو تر منځ موقعیت لري، چې د یادې سخت دریځې وسله والې ډلې ولکه کې دي.

دیر الزور ایالت د نفتو پراخې سرچینې هم لري.

د انځور حقوق AP
Image caption د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي اسلامي دولت نومي ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره د بریدونو اوسنۍ کچه بسنه نه کوي

د روسیې پوځ ویلي د جمعې په ورځ یې ۱۸ کروز توغندي ویشتلي دي، چې په وینا یې الرقه، ادلیب او حلب کې یې د اسلامي دولت ډلې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.

د امریکايي پوځ مشترکې قومندانۍ یوه ویاند پېټریک ریدیر وايي روسي الوتکو دا وروستیو ورځو کې د دغې ډلې د نفتو اډانې په شمول د داعش نور هدفومه ویشتلي دي، خو نوموړی زیاتوي 'ډېری روسي بریدونه اوس هم د منځلارو اپوزیسیون غړو خلاف کېږي، چې د بشارالاسد حکومت مخالف دي، چې وايي دا اندېښمنونکي دي او په څرګنده دغه بریدونه د بشارالاسد رژیم ملاتړي دي.'

بل لور ته ترکیې روسیې ته خبرداری ورکړی، چې باید سملاسي د ترکیې پولو ته څېرمه سوریې کې د ملکي ترکمنانو پر کلیو بریدونه ودروي.

انقره کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و، چې دې لړ کې ورته احتجاج وړاندې شي.

ترکیه خبرداری ورکوي، چې د ترکمن لږکیو پر کلیو بمبارۍ به ' ناوړه پایلې ' ولري.

د ترکیې انادولو خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د پنجشنبې په ورځ سوري پوځ، چې د روسیې هوايي ځواک ملاتړ ورسره و د لتاکیا ایالت شمال لوېدیځ کې بایاربوکاک پر هغه سیمه برید وکړ، چې ډېری اوسېدونکي یې ترکمنان دي.

د ترکیې حکومت له بشارالاسد سره سخت مخالفت کوي، خو روسیه وايي هوايي پوځي عملیات یې تایید شوي دي، ځکه په وینا یې ښاغلي اسد یې غوښتنه کړې.