"امریکا او ملګري به يې د اسلامي دولت پر وړاندې له جګړې لاس وا نه خلي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر اوباما وايي "موږ به اسلامي دولت ډله او د دوی مالي مرسته کوونکي له منځه يوسوو"

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، هېواد او متحدين به يې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر وړاندې له جګړې لاس وا نه خلي، د دې ډلې مشران او مالي مرسته کوونکي به له منځه یوسي.

ښاغلي اوباما دغه خبرې د ختيځې اسيا هېوادونو غونډه کې د ماليزيا پلازمېنې کولالامپور په خبرې ناسته کې وکړې.

د امریکا ولسمشر زياته کړه "موږ به هغه (اسلامي دولت ډله) له منځه يوسو، د دې ډلې مالي مرسته کوونکي به له منځه يوسو او له دوی سره تړلې ډلې به ختمې کړو"

ښاغلي اوباما همدا ډول و ويل که چېرې د روسيې برويدونه پر "اسلامي دولت" ډله وي دا کولای شي د داعش پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د دغې غونډې په ترڅ کې له روسيې او امريکا د ترهګرو د رېښو له منځه وړلو کې له يوه بل سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي بان کي مون وويل د راتلونکی کال په لومړيو کې به د اورپکو پر وړاندې مبارزې لپاره پلان جوړ کړي.

وړاندې روسيې او فرانسې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې هوايي بريدونه ډېر کړي وو.

ويل کېږي روسيې له هغه وروسته پر نوموړې ډله هوايي بريدونه زيات کړل چې د دغه هېواد د امنيت مشر تاييد کړه چې د مصر سينا کې رالوېدلې روسۍ الوتکه د ترهګرۍ ښکار شوه.

ورته مطالب