"فلسطيني مېرمنو پر دوو اسراييليانو بريد کړی"

د انځور حقوق Reuters

اسراييلي پوليس وايي دوو فلسطيني مېرمنو د قيچي په واسطه پر دوو اسراييلي وګړو بريد کړی. دغه پېښه د بيت المقدس سره نژدې په يوه ځايي بازار کې شوې ده.

د راپورونو له مخې پر دواړو بريدګرو ښځو ډزې شوې چې يوه يې وژل شوې او بله سخته ټپي ده.

د تېرې يوې نيمې مياشتې تاوتريخوالي کې ۱۰ اسراييليان او لږ تر لږه ۶۸ فلسطينان وژل شوي دي.

اسراييلي چارواکي وايي په دغو پېښو کې له نيمايي زياتو يې غوښتل د چاقو او يا ورته څيزونو په واسطه پر اسراييلي ولسي وګړو بريد وکړي.

د دواړو غاړو تر منځ تاوتريخوالی په سپټمبر مياشت کې له هغه وروسته پيل شو چې ويل کېدل اسراييل غواړي بيت المقدس کې پر يهوادنو لګېدلي ځينې بنديزونه له منځه يوسي. دغه سيمه د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره د اهميت وړ ده.

تر هغه مهاله مسلمانانو کولی شوی په دې سيمه کې عبادت وکړي، يهودان هم دې سيمې ته ورتلو اجازه لري خو هلته عبادت نشي کولی.

اسرايیلي چارواکو د دغو بنديزونو د ليرې کولو خبره رد کړې ده.

بل خوا فلسطيني چارواکي وايي د اسراييلو پټو ادارو لس ورځې وړاندې پر يوه روغتون بريد کړی، يو فلسطينی يې وژلی او بل ټپي يې له ځانه سره وړی دی.

ورته مطالب