جان کېري له اسراييلي او فلسطيني مشرانو سره ګوري

د انځور حقوق AP
Image caption ويل کېږي د سفر موخه د اسراييلو او فلسطين تر منځ د تاوتريخوالي پای ته رسول دي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د اسراييلو او فلسطين له مشرانو سره د ليدنې کتنې لپاره بيت المقدس او رام الله ته سفر کړی دی.

د دې سفر موخه د اسراييلو او فلسطين تر منځ د تاوتريخوالي پای ته رسول دي.

د راپورونو له مخې د تېرو دوو مياشتو په موده کې د چاقو او دې ته ورته بريدونو له کبله ۹۲ فلسطينيان او ۱۷ اسراييليان وژل شوي دي.

د سولې د خبرو په اړه يوه فلسطيني چارواکي صايب عريقات ويلي که د ښاغلي کېري خبرې کومه مهمه پايله و نه لري، فلسطينيان به له اسراييلو سره امنيتي همغږي پای ته و رسوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي هېڅ کومه يوه غاړه د اوسني حالت د کنټرولولو لپاره تيار ه ده.

راپورونه وايي اسراييلي پوليسو د دوشنبې پر ورځ (۲۳ نومبر) ويلي وو چې دوو فلسطينيو ښځينوو د بيت المقدس په مرکز کې د قيچۍ په واسطه پر دوو اسراييليانو بريد کړی.

د بريد په ترڅ کې دوه اسراييليان ټپيان شوي، پوليسو پر دواړو مېرمنو ډزې کړې وې چې يوه يې وژل شوې او بله ټپي وه.

همدا ډول اسراييلي ځواکونو په الخليل ښار کې پر يوه راډيويي سټېشن بريد کړی او تړلی و.

ویل کېږي دا دوهم راډيويي سټېشن دی چې اسراييليان پرې بريد کوي او تړي يې.

د دواړو غاړو تر منځ تاوتريخوالی په تېر سپټمبر مياشت کې له هغه وروسته پيل شو چې ويل کېدل اسراييل غواړي بيت المقدس کې پر يهودانو ځينې لګېدلي بنديزونه له منځه يوسي.

دغه سيمه د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره د اهميت وړ ده.

تر هغه مهاله مسلمانانو کولی شوی په دې سیمه کې عبادت وکړي، يهودان هم دې سيمې ته د ور تلو اجازه لري خو هتله عبادت نه شي کولی.

اسراييلي چارواکو د دغو بنديزونو د ليرې کولو خبره رد کړې وه.

ورته مطالب