امریکا په بمي بریدونو کې ښکېل پاکستانی ۴۰ کاله بندي کړ

نصیر د انځور حقوق .
Image caption نصیر په ۲۰۰۹ کال بریتانیا کې د مانچسټر ښار پر یوه خرڅلاوځي د بریدونو د پلانولو په تور له ۱۱ نورو مشکوکو کسانو سره یوځای ونیو.

یوه امریکایي قاضي هغه پاکستانی وګړی چې په امریکا او اروپا کې د القاعدې په ناکامو بریدونو پړ دی، په څلوېښت کاله بند محکوم کړی.

عابد نصیر چې په ۲۰۱۳م کال کې له بریتانیا امریکا ته وشړل شو، په دې تورن دی چې د نیویارک په ځمک لاندې تمځای کې یې برید کاوه او همدا شان په ډنمارک او انګلستان کې یې د بریدونو هوډ لاره.

برتانوي پولیسو پر ده تور لګولی چې په ۲۰۰۹م کال کې یې په مانچستر کې په یوه سوداګریز مرکز او کوپنهاګن د بریدونو پلان جوړ کړی و.

په تېر مارچ کې، امریکايي څارنوالانو نصیر د القاعدې په مالي ملاتړ، دسیسې جوړولو او د چاودېدونکو توکو په کارولو تورن وباله.

د اېف بي آی مرستیال دییګو رودریګوز وویل: ''نصیر چې بریتانیا ته د زده کړې لپاره تللی و، له تعلیمي نظام نه یې ګټه وانخیسته چې ځان ته غوره ژوند پرې برابر کړي''.

Image caption نصیر قاضي ته وویل، چې دی بې ګناه دی، او د محاکمې په ټوله ناسته کې یې د ځان دفاع کوله

دی وايي، ''نصیر د نورو ډېرو خلکو د وژلو لاره غوره کړه''.

نصیر په ۲۰۰۹ کال بریتانیا کې د مانچسټر ښار پر یوه خرڅلاوځي د بریدونو د پلانولو په تور له ۱۱ نورو مشکوکو کسانو سره یوځای ونیو.

نصیر قاضي ته وویل، چې دی بې ګناه دی، او د محاکمې په ټوله ناسته کې یې د ځان دفاع کوله، خو حقوقي سلاکارانو یې ټینګار کاوه چې هغه ته دې د استیناف حق ورکړل شي، ځکه چې په حق کې یې شوې پرېکړه بې عدالته ده.