د فیلیپین دولت او 'مورو' اسلامپالي اورپکي څرنګه سولې ته ورسېدل؟

اېما لېزلي فیلیپین کې د سولې راتلو لپاره د سولې د جوړجاړي د نړیوال مشورتي بنسټ 'Conciliation Resources' غړې وه. د انځور حقوق
Image caption اېما لېزلي فیلیپین کې د سولې راتلو لپاره د سولې د جوړجاړي د نړیوال مشورتي بنسټ 'Conciliation Resources' غړې وه.

ایما لېزلي، د "د تماس نړیوالې ډلې" د هغه پلاوي غړې وه، چې هڅه یې کوله د فیلیپني دولت او مینداناو ټاپو د مسلمانو اورپکو – چې خپلواکي یې غوښته ـ ترمنځ سوله راولي.

آغلې لېزلي په دې ډله کې د سولې او جوړجاړي د مشورتي بنسټ 'Conciliation Resources' استازې وه. په ۲۰۱۴ کال تر څلوېښت کلونو جګړې وروسته چې تر سلو زرو ډېر کسان پکې ووژل شول، د آزادي غوښتونکې جبهې (موري ملي ډله) MILF لویې اورپکې ډلې له دولت سره سوله وکړه.

لاندې موضوع له ایما لېزلي سره د داود قاريزاده د مرکې پر متن چمتو شوې، له نورې نړۍ سره د فیلیپین د سولې د بهیر توپیرونه په ګوته کوي او دا چې څرنګه دغه بهیر په پای کې بریالی شو؛ او ګڼې ستونزې هم ورسره مل وې.

لېزلي:

د فیلیپین دولت له یوې خوا ډېر جالب دی: د بهرنیو چارو وزارت یې د "د سولې بهیر لپاره د ولسمشرۍ د سلاکار دفتر" په نوم اداره لري. ددغه دفتر کار دا دی هرکله چې کانګرس یا ولسمشر غوښتل له یوې اورپکې ډلې سره خبې وکړي، دغې ډلې ته د خبرو لاره پرانیزي.

پوښتنه:

ولې له څو لسیزو جګړو وروسته، دواړې غاړې دې پایلې ته ورسېدې چې ګني د خبرو وخت دی؟

لېزلي:

Image caption د اېم آی اېل اېف لوړپوړی مرکچی محقر اقبال (کيڼ لاس ته) او د فیلیپین د دولت جګپوړې استازې مریم کرونل فرر د هوکړې له لاسلیکولو وروسته په لاس روغبړ کوي

په ۱۹۹۸ کال کله چې خبرې ناکامې شې، د هغه وخت د فیلیپین ولسمشر د جګړې لپاره ټولې هڅې ورټولې کړې، چې ناوړه پایلې یې ولرلې چې شاید ددغو شخړو تر ټولو خونړی پېر وي. زما په اند هماغه وخت د ټولو پام شو چې دا سمه لار نه ده. د هرې خوا تلفات ـ هغه که په مانیلا یا مینداناو کې و ـ ډېر درانه وو. نو بل ولسمشر د مالیزیا له دولت د منځګړيتوب غوښتنه وکړه او په کوالالمپور کې د اېم آی اېل اېف او د فیلیپین د دولت ترمنځد سولې خبرې وشوې.

پوښتنه:

ولې مالیزیا؟

لېزلي:

دا چې اېم آی اېل اېف د فیلیپین له دولت سره په مستقیمو خبرو کې، هغه هم په پلازمېنه مانیلا کې باور نه درلود، نو بل ځای ټاکل ضروري و، په هماغه سیمه کې چې هلته د کلتوري او مذهبي نژدېوالي احساس ولري، او داسې څوک وي چې د سولې د خبرو منلو ضامن وي.

پوښتنه:

په دې خبرو کې عادي ټکی د "تماس د نړیوالې ډلې" رول بو. ددغې ډلې رول څه و؟

لېزلي:

ښه، مالیزیا یوازې د سولې د بهیر عنصر و – د منځګړي په توګه، د تماس نړیواله ډله بل مهم عنصر و ـ چې د خبرو ملاتړی ځای ګڼل کېده. دغه ډله له څلورو هېوادونو (بریتانیا، جاپان، ترکیې او سعودي عربستان) جوړه وه، خو څلور نادولتي سازمانونه (د انساني خبرو مرکز، د آسیا بنسټ، محمدیه، چې اندونیزیا کې له مسلمانانو سازمانونو څخه و، د سولې سرچینې او موږ) شامل وو.

دا لومړی ځل و چې د تماس نړیواله ډلې هم د دولت استازیتوب درلود او هم د د ولت ددولتي سازمانونو استازیتوب، چې ټولو یوځای کار کاوه او هڅه یې کوله چې د دواړو غاړو په دریځونو ځانونه پوی کړي، منځګړو ته مشوره ورکړي، بېلابېل غوراوي او آیډیاګانې وړاندې کړي، د نورې نړۍ ورته تجربې راولېږدوي، او د خبرو لپاره داسې چاپېریال جوړ کړي چې د سولې خبرې پکې وشي.

پوښتنه:

په عمل کې یې څه کول؟

لېزلي:

ټول پوهېدو چې خبرې به ستونزمنې وي – په پای کې د دوه څلوېښتم پړاو خبرې وشوې، چې ځینې وخت به یې دوه ورځې هم دوام نه کاوه، خو ځینې وخت به یې دوې اونۍ وخت نیوه. دا ټولې ستونزې، د حاضرو کسانو د مسؤولیت احساس، او د خبرو شدت، داسې و چې د مقابل لوري په زیان تمام شي. باید ځینې وخت وخاندئ. زموږ د تماس نړیوالې ډلې رول دا و چې هلته حاضر واوسو او ارامه او صمیمانه فضا وساتو.

ځینې وخت باید د لاسپیکر رول ولوبوئ، ځینې وخت باید د ځینو سردردي بل لوري ته ولېږدوئ، او آن ځینې وخت باید ژباړه وکړئ ـ کله چې وایو ژباړه، هدف مې له یوې ژبې نه بلې ژبې ته ترجمه کول نه دي، بلکې داسې ځای دی چې یوې خوا ته بوډا مسلمانان ناست دي او بلې خوا ته معاصر ښاري ځوانان، یا دا چې هلته ډېرې ښځې دي ـ ښه، په دې ډولت حالت کې د دواړو غاړو کلتوري توپیر فرق کوي. باید مرسته وکړئ یو او بل وپوهوئ. باید د دوی لاسونو او غړو کې خوځېدو ته ښه ځير وئ، چې په یوه ډول په ډاګه شي.

سړی فکر کوي چې ټول فیلیپینیان دي، د یو او بل پر خبرو پوهېږي. خو په حقیقت کې داسې نه ده. همدا ناوړه فهم د شخړو ریښه ګرځېدلې ده. څولسیزې ناسم پوهاوی ددې لامل شوی او اوس دې ځای ته رسېدلي چې هر یو بېلې اړتیا او کاملاً متفاوت هدفونه لري، او ځینې وخت د اړیکو نیولو لپاره دوی ډېرې مختلفې لارې چارې مخته وړي.

پوښتنه:

Image caption اېم آی اېل اېف اورپکي، د دولت او مخالفانو ترمنځ د هوکړې لاسلیکول په ژوندۍ بڼه ګوري

ددغو خبرو صورت بندي له کومو اړخونو له نورو لا دودیزو (خبرو) سره توپیر درلود؟

لېزلي:

فکر کوم د سولې په ډېرو بهیرونو کې چې کومه تېروتنه کېږي، دا ده چې موږ فکر کوو یو سړی د کار له عهدې وتلی شي، یا یو سازمان د ستونزې د حل لپاره کافي تخصص لري. زموږ په کار کې متفاوت ټکی دا و چې ویل به مو: ټول، ټولو ته اړ یو.

نادولتي سازمانونه دولتونو ته اړتیا لري، ځکه چې خبرو ته یې وزن ورکاوه. د حکومت استازی په بله بڼه له دولتي چارواکو او پارلماني استازو سره په طرف کې واقع کېده. په همدې مهال حکومتونه هم متوجه وو چې موږ کولی شو له اندېښنې پرته له دې یا هغه بل پروتوکول نه پرته ولاړ شو او د اېم آی اېف له مرکزي کمېټې سره ووینو. کولی شو هغو ځایونو ته ولاړ شو چې په عمومي توګه دوی هلته – د امنیتي تړون له کبله - نه شوای تللی. نو کله چې دواړه غاړې پوی شي چې بهیر پخپل ذات کې دوه اړخیزه دی، دواړه غاړې په غوره توګه خپل رول لوبوي. زما په اند، دا فهم له بېلابېلو ځایونو او رول څخه ددې لامل شوی چې بهیر بریال شي.

پوښتنه:

کولی شئ چې د خبرو صحنه، د ۴۶ پړاو خبرو فضا راته رسم کړئ؟

لېزلي:

د خبرو خونه هم ډېره جالبده وه: دولت او اېم آی اېل اېف دواړو پنځه کسیزه خبري ډله درلوده چې یو پکې مشر و. دغو دواړو ډلو له یوبل سره مخامخ خبرې کولې، چې منځګړی (یعنې مالیزیايي طرف) هم پاس خونه لرله. د تماس نړیوالې ډلې او منشیان یو پر بل پسې ناست وو. زه به تل په خونه کې حاضره وم. یوازې هغه وخت به مې خبرې کولې چې په یوه مشخصه موضوع کې به یې زموږ نظر پوښته، نو اصلي خبرې د ددواړو ډلو ترمنځ وې.

فضا په ټوله کې رسمي وه، خو ځینې وخت به ځینو ټوکې کولې او ټولو به خندل او فضا به آرامېده. ډېری مالیزیایي استازو هڅه کوله فضا خوشحاله او مثبته وساتي. ځینې وخت به د خونې فضا ډېره درنه وه. بالاخره د سولې هر بهیر کې لانجه هم وي. کافي ده چې په سیمه کې نښته یا تاوتریخوالی راشي. چې د خبرو پر خونې یې اغېز پرېوځي. زما په نظر ددغو خبرو د پاموړ ټکی دا و چې دواړو غاړو په ډېرې شفافې بڼې خبرې کولې چې بالاخره په سیمه کې ستونزه راپورته شوې، ویل یې شخړه باید د خبرو بهیر ټکنی نه کړي.

البته وایو دا په دې معنا نه ده چې ګډوډي یا احساسات شخصي نه وو، یا دا چې په سیمه کې د خلکو پر سر شخړه راغلې ده. ځینې وخت داسې هم کېدل چې ځینې کسان به ډېر سخت عصباني کېدل، یا به یې فکر کاوه چې باید له خونې بهر ووځي. خو دا چې موږ ټول– د کولالمپور په یوه لوی هوټل کې چې همدې کار ته ځانګړی شو و - په یوه خونه او یوه چتر لاندې وو، تل داسې امکان و چې د مالیزیا له منځګړو یا د تماس د نړیوالې ډلې یو غړی نور آرام کړي او مرسته ورسره وکړي چې بېرته د ارزونې موضوع پیل کړي، او بېرته خونې ته راستانه شي. او بیا له سره هڅه وکړي، له بل اړخه وګوري، که به شپه وه، نو آرام وکړي، یا خواړه وخوري، استراحت وکړي ـ هڅه چې به لازم وو ـ او بیا دوام ورکړي.

Image caption اې آی اېل ایف اورپکي په مینداناو کې د سولې د هوکړې د ملاتړ لپاره خوشحالي کوي.

په پای کې، که چېرې به یوه موضوع تر کډوډۍ پورې رسېده، موږ به ویل دا به وي، بیا راګرځو، وینو چې شاید د یوې بلې موضوع په اړه پایلې ته ورسېږو. تل د ټولو حواس دا و چې دا "بهیر" روان دی، پای یې نه دی، پیل یې هم نه دی. داسې لار ده چې ټول پر روان یو او اوس هم ادارمه ورکوو.

پوښتنه:

په خبرو کې اصلي مسائل کوم وو؟

لېزلي:

په اصل کې هغه موضوع چې د ابهیر یې ممکن کړ، دا و چې اېم ای اېل اېف ومنله چې د خپلواکۍ ادعا څنګ ته پرېږدي. خو پر کورواکۍ یې ټینګار درلود . یعنې د یوې کورواکې سیمې د جوړېدو غوښتونکي وو، هغه هم له هغو واکونو ډېر، چې ورکړل شوي وو. ښه، خو دې غوښتنو قانوني او حقوقي اړخ درلود، مالي بڼه یې لرله ـ دا چې ددغې سیمې سرچینې د مانیلا او بانګسامورو څه ډول برخه کېږي، یا حدودي اړخونه لري ـ او دا چې د هرڅه کنټرول د چا په لاس کې شي، له کبانو نیولې تر ځمکې او اسمان پورې، مثلاً هلته په اسمان کې څوک د الوتنې حق لري.

که پتېیل شوې ه، چې د یوه کورواک هېواد برخه شي، ځینې مسائل باید وارزول شي او حل او فصل شي. مثلاً پولیس به څنګه کېږي؟ سرتېري به څنګه کېږي؟ د وژنو پر ټپونو څرنګه پټۍ کېښودله شي؟ د فیلیپین وسله وال ځواکونه څرنګه له اېم ای اېل اېف سره یوشان راتلی شي؟ دې ته ورته پوښتنې ډېرې وې، چې د هرې یوې طرحه یې د هوکړې په تړاو ګام اخیستو وخت اخیست. دا چې هره خوا باید تللې وای او لوړې مرجع ته ـ یو د اېم آی اېل اېف مرکزي کمېټه، او یو د فیلیپین ولسمشرـ چې دا یې همغږي کړي وای.

پوښتنه:

Image caption دوه ماشومان د اېم آی اېل اېف د جنګیالیو د هغې غونډې لپاره د امنیت نیوونکو په مخ کې تېرېږي چې د سولې د هوکړې د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه

د سولې د هوکړې لاسلیکول لوی ګام دی، خوراتلونکي ګامونه تر دې هم مهم دي. څومره مهمه ده چې هماغه ځای چې هوکړه لیک پکې لاسلیک کېږي، د نورو ګامونو اخیستو لپاره د لارې نقشه هم ولري؟

لېزلي:

فکر کوم په دې بهیر کې مهمه مساله داسې جوړښتونه دي چې خبرې یې پربنسټ رامنځ ته شوې، کله چې هوکړه لاسلیک شوه، نور ټول بهیرونه پرځای پاتې شول. یعنې داسې نه وه چې ګني خبرې ختمې شوې، هرڅه ځنډول کېږي. لومړنۍ هوکړې وشوې، خو د هوکړ د ننه د لارې داسې نقشه ده چې وايي راتلونکي ګامونه څه دي او کوم نور کارونه باید وشي. نو که چېرې کورواکي تصویب شي، دا احتمال شته چې ځینې بانګسامورو اسلامپالي وسله وال ځواکونه هم بې وسلې کړل شي.

دلته چې دوی یوه اصطلاحا کاروله "عادي کول" وو. یعنې هغه اسلامي وسله وال ځواکونه چې په کلیو او خپلو سیمو کې فعال وو، غیر فعال کېدل، او ژوند تر یوه حده عاغدي وضعیت ته ستنېده، مثلاً د جګړې سیمه، ددې لپاره چې یوازې وسله وال ځواکونه نه دي، چې مالي ملاتړ یې کېږي، ټول وګړي چې په یوه ډول په مبارزه کې ښکېل وو، په اقتصادي توګه یې ګټه ترلاسه کوله، عادي ژوند ته راستنېدل. تر ټولو مهمه دا ده چې دغه خلک وکړای شي تېر هېر کړي، او داسې احساس وکړي چې دا دوسیه تړل شو ېده، کېدای شي ترې تېر شي او د راتلونکي په اړه فکر وکړي.

پوښتنه:

آیا تاسو له هوکړې وروسته هم مینداناو ته ولاړئ. وضعیت څومره بدل شوی و؟

لېزلي:

ښه، فضا قطعاً د هوکړې لپاره بدله شوې وه: خلک فوق العاده ډول خوشبین وو، هیجاني وو، آرامه ساه یې اخیستې وه چې خبرې یوې روښانه پایلې ته رسېدلې وې. اوس مهمه مساله دا ده چې د خلکو تمې مهار شي، ځکه چې خلک ددغې هوکړې له پایلو سره تړلي وو، هغه څه چې ټاکل شوې وه تر لاس یې ونیسي، منتظر وو وویني د عادي وضعیت په راتلو سره یې د ژوند وضعیت څومره ژر بدلېږي.

طبیعي ده چې دغه هوکړه یوځلي نه راځي، د هوکړه لیک اجرا کول وخت اخلي. د قانون تصویب، د بنسټونو جوړېدل، د وسله والو ځواکونو بدلول – په داسې ځواکونو بدلول چې پولیس یا د کورني امنیت لپاره کار وکړي ـ دا ټول وخت غواړي. نو اوس ګورئ چې بدلونونه محسوس نه دي. معلومه ده چې کاروبار ښه شوی، خلک داسې احساسوي چې شاید یوه پېښه وشي، پر راتلونکي خوشبین شي.

خو په یاد مو وي چې هماغه کوچنۍ ډلې دي چې له دې هوکړې ناراضه پاتې دي. هغه کسان چې باور یې درلود اېم آی اېل اېف د هغو څیزونو په مقابل کې څه ترلاسه نه کړل چې وریې کړل. نو ځینې وخت کوچنۍ او تیک پرک نښتې کېږي. په هر حال، لاهم سیمه له وسلو ډکه ده. باید دا تمه نه وي چې په یوځل هرڅه سم شي.

پوښتنه:

Image caption خو نښتې په بشپړه توګه پای ته ونه رسېدې. د ۲۰۱۵ فبرورۍ او مارچ میاشتو کې هم نښتو دوام وکړ، چې زرګونه کسان بې ځایه شول

آیا د ۱۵۰۰۰ وسله والو بې وسلې کېدل پیل شوي؟

لېزلي:

تر اوسه نه، ځکه چې راتلونکی ګام د کورواکۍ ورکولو لپاره د قانون تصویبېدل دي. که دغه قانون تصویب شي، په حقیقت کې د فیلیپین د حقوقي نظام په چوکاټ کې کورواکي په رسمیت پېژندل کېږي. اوسمهال په کانګرس کې د تصویب په پړاو کې دی.

تر اوسه له وخت وړاندې ده چې له وسله والو اسلامي ځواکونو وغواړي چې وسلې پرځمکه کېږدي، ځکه په عمل کې هغه څه تر اوسه نه دي ورکړل شوي چې ژمنه یې ورسره شوې وه. د دولت او اېم آی اېل اېف ترمنځ هوکړه هم، همدا وه. اوس اړ نه دي چې وسلې کېږدي ـ که څه هم اوربند باید باید مراعات شي ـ نو اوس جګړه نه شته، خو دواړه غاړې په جنګي حالت کې نه دي.

زه فکر کوم دا ټکی مهم دی بې وسلې کول باید تر دې مخکې ترسره نه شيږ ځکه چې بې وسلې شوې ډلې د ځان د زیانمنېدو احساس کوي، په تېره بیا چې لاهم په هوکړه کې ورکړل شوې ژمنې نه دي ترسره شوې. نو یو ډول انډول باید په پام کې ونیول شي. دواړې غاړې باید پرله پسې په اړیکه کې وي، بحثونه او خبرې ولري. له همدې کبله، دوی د خبرو تر یوه چتر لاندې دي.

همدارنګه، کولالمپور ته ځو، چې هلته وضعیت وارزوو، راپور ترلاسه کړو او ووینو چې څومره پرمختګ شوی. همدا ده چې نقشه مهمه ده. خو لکه څرنګه مې چې وویل، د سولې ناتړل شوې خبرې مهمې دي – لږترلږه له هوکړې دوه درې کاله وروسته.

Image caption د ۲۰۱۵ په جنورس کې، د مشکوکو ترهګرو په نښه کولو لپاره عملیات وشول، چې لسګونو ځانګړو پولیسو ګډون پکې کړی و

زما په اند، د سولې په ډېری بهیرونو کې دا تېروتنه کېږي. وايي "هوکړه لاسلیک شوه، راځئ ټولو کورونو ته ولاړ شو". د شخړو د حل لپاره تمځای نه شته. ددې لپاره تمځای چې ډاډه شو بېرته شاتګ نه کوو، او یا که پرمختګ ترلاسه کېږي، وکړای شوو ووایو "هو، دا هم وشو، په بل پسې ورشو".

ورته مطالب