حکومت بايد په "زوره" دين بدلولو ته د هندوانو د اړ ايستلو مخنيوى وکړي

د پاکستان د مشرانو جرګې (سینټ) له حکومته غوښتي دي چې په ‌زوره خلک د دین بدلولو ته اړ کول باید جرم وبلل شي او حکومت بايد په دې برخه کې قانون جوړونه وکړي.

د بشري حقونو په اړه د سېنټ جرګګۍ غونډې ته وويل شول "دوي داسې شکایتونه يې ترلاسه کړي دي چې پاکستان کې غیر مسلمانان په ځانګړې توګه هندوان د ودونو لپاره دين بدلولو ته اړايستل کیږي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېرو کالونوکې لوى شمېر پاکستاني هندوانو د تاوتريخوالي په گډون بېلابېلو علتونو له امله هندوستان ته کډه کړې ده.

د غونډې مشرې سناتورې نسرین جلیل وویل "د اچې په دې برخې کې قانون نشته ځکه نو د عاملینو پر ضد يې ګام نه اخیستل کېږي".

غونډې ته د پاکستان د هندوانو د شورا مشر او د قامي اسمبلی غړی، ډاکټر رامېش کمار، په ځانګړي ډول دې غونډې ته بلل شوی وو.

ده وويل دا مهال نزدې ۸۰ لکه هندوان په پاکستان کې ‌اوسیږي، خو اوس هم هغوي سره د برابرۍ او مساواتو پر بنسټ چلن نه کېږي.

د هندوانو پر ضد د تاوتریخوالي د پېښو له امله تېر کې لوی شمېر پاکستاني هندوانو هندوستان ته کډه کړې ده.