د چين يوې محکمې د خبريالې 'ګاوو يوو' استيناف رد کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption دواړو، خبريالې ګاوو يوواو د مينګ جينګ وېبپاڼې دا رد کړې چې ګواکې دا دې د دغو معلوماتو د افشا کېدو تر شا لاس ولري

د چين د يوې تحقيقي خبريالې ګاوو يوو مدافع وکیله وايي د دغه هېواد يوې محکمې د دغې خبريالې په تړاو هغه تورونه سم بللي، چې دا يې د حکومت د پټو رازونو پر افشا کولو تورنه کړې وه.

خو د محکمې له لوري د ګاوو يوو د بند سزا له اوو کلونو نه پنځو کلونو ته کمه شوې ده.

آغلې ګاوو چې ۷۱ کلنه ده د اپريل مياشت کې پړه وپېژندل شوه او غوښتنه وشوه چې په بيجنګ کې دې له نژدې له دې پوښتنې ګروېږنې وشي.

بهرنيو هېوادونو او د بشري حقونو ډلو دغه پرېکړه غندلې او دا يې سياسي حرکت بللی دی.

د ګاوو مدافع وکيله شنګ باوجون اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي: ''البته، چې موږ هيله لرله زموږ دفاع به د هغې د خوشې کېدو لامل شي، خو دا چې دوه کاله بند يې کم شو، دا هم ښه خبر دی.''

پر دغې وتلې تحقيقي خبريالې تور و، چې د کميونست ګوند داخلي معلومات يې د مينګ جينګ په نوم د چينايي ژبې يوې خبري وېبپاڼې ته چې په امريکا کې ده، استول.

دغو معلوماتو کې د بيان د ازادۍ او د يوې خپلواکې مدني ټولنې د شتوالي د خطر په اړه خبرداری ورکړای شوی و.

په رسمي ډول د ګاوو یوو د محکومېدو پر مهال محکمې وويل چې آغلې ګاوو: ''بهرنيانو ته په غیر قانوني ډول د پټو حکومتي رازونو په اړه معلومات ورکول.''

دواړو، خبريالې ګاوو يوواو د مينګ جينګ وېبپاڼې دا رد کړې چې ګواکې دا دې د دغو معلوماتو د افشا کېدو تر شا لاس ولري.

محکمې نه ده روښانه کړې، چې ولې يې د آغلې ګاوو د بند موده له اوو کلونو نه پنځو کلونو ته کمه کړې، خو ډېری داسې انګېري چې ښايي د دې عمر ته په کتو د بند موده کمه شوي وي او يا هم د ګاوو د زړه د ځنډنۍ ناروغۍ له امله د بند موده کمه شوي وي.

ورته مطالب