روسی پيلوټ وايي د 'خبرداري زګنال' نه دی ورکړای شوی

د انځور حقوق Russian Ministry of Defence
Image caption ولسمشر پوتين د روسۍ الوتکې ويشتل پر روسيې د ''شا له خوا د چړې ګوزار'' بللی دی.

هغه روسی پیلوټ چې الوتکه يې ترکي ځواکونو پر پوله وويشته او دی ژوندی پاتې شو وايي، د الوتکې تر ویشتو وړاندې يې د خبرداري هېڅ زګنال نه دی ترلاسه کړی.

کنستانتین موراختین وایي، د سوریې د پاسه یې الوتنه کوله او د ترکیې هوایی حریم ته نه دی ور ننوتی، خو ترکيه وايي الوتکه يې په خپل هوايي حريم کې ويشتلې.

د ترکیې پوځ اوس داسې ثبت شوي غږونه خپاره کړي چې پیلوټ ته د الوتکې تر لوېدو لږ مخکې خبرداری ورکوي چې خپل لوری بدل کړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف دا یو پلان شوی لمسون بللی دی.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د ترکيې دا کړنه غندلې ويلي يې دي چې دا پر روسيې د ''شا له خوا د چړې ګوزار'' دی.

روسيه په دې هم قهرېدلې چې د الوتکې له ويشتل کېدو وروسته يې پر يوه پيلوټ ډزې شوې چې په پايله کې يې هغه وژل شوی دی.

په دغه روسۍ جيټ الوتکه کې دوه پيلوټان وو، چې د الوتکې له وېشتل کېدو سره سم يې ځانونه په پراشټونو کې خوشي کړل.

راپورونه وايي پر يوه پيلوټ په هوا کې ډزې شوې دي چې وژل شوی او بل يې ژوندی موندل شوی دی.

د الوتکې غورځېدو د روسيې او ترکيې اړيکي ترينګلي کړي او روسيې د اوس لپاره له ترکيې سره خپلې پوځي اړيکي پرېکړي دي.

روسيې دغه راز له خپلو اتباعو غوښتي چې ترکيې د سياحت لپاره ور نه شي.

ورته مطالب