اردوغان "د روسۍ جنګي الوتکې پر غورځولو خپه يوو"

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکيې ولسمشر اردوغان وايي نه غواړي له روسيې سره يې اړيکي زيانمن شي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چې د سوريې له پولې سره نژدې "د ترکیې د پوځ له خوا د روسۍ الوتکې پر راپرځولو خپه دی."

د ترکيې ولسمشر ويلي نه يې غوښتل چې داسې پېښه رامنځ ته شي او وايي هیله لري چې بيا داسي ونشي.

ده تراوسه له روسيې د بښنې له غوښتلو ډډه کړې او له مسکو يې غوښتي چې "د ترکیې له خوا د روسۍ الوتکې د ويشتلو پر سر اور سره له لوبې ډډه وکړي."

همدا ډول ده ويلي، نه غواړي له روسيې سره يې اړيکي زيانمن شي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب ارودغان دغه خبرې له هغه وروسته کړې چې د دې هېواد چارواکو له خپلو خلکو غوښتي چې له اړينو سفرونو علاوه روسيې ته له تلو ډډه وکړي.

وړاندې د ترکيې ولسمشر د روسيې جمهور رييس ولادي مير پوتين ته د ليدنې بلنه ورکړې وه، خو د روسيې ولسمشر ترې د بښنې غوښته کوي.

د فرانسې د خبري اژانس په وينا د ترکیې ولسمشر په باليکسير ښار کې له خپلو طرفدارانو سره په خبرو کې ويلي "موږ نه غوښتل چې داسې وشي خو داسې وشول"

"زه هيله من يم، چې بيا دا تکرار نشي"

د تېرې سې شنبې پر ورځ د ترکيې ايف ۱۶ جېټ الوتکو د سوريې او ترکیې پر پوله د روسيې الوتکه راغورځولې وه.

ترکيې ويلي وو، روسۍ الوتکه د ترکیې هوايي حريم ته ننوتلې وه او پر وينا يې ترکيې ورته خبرداری ورکړی و، خو روسيه بيا دا څرګندونې ردوي.

د روسيې ولسمشر ويلي وو، الوتکه په سيمه کې په عملياتو بوخته وه.

همدا ډول د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې دې هېواد له خپلو خلکو غوښتي "تر هغه چې حالات معلوم نه شي، روسيې ته غير ضروري سفر مه کوئ"

د ترکيې له خوا د روسۍ الوتکې له راغورځولو وروسته په مسکو کې د ترکيې پر ضد ګڼ لاريونونه شوي وو او روسيې ويلي وو چې ترکيه بايد د دغې کړنې له امله بښنه وغواړي خو ترکيه د بښنې له غوښتلو ډډه کوي.

بل خوا روسيې په سوريه کې د هوايي سيستم د قوي کولو لپاره خپلې سمندري جنګي بېړۍ ساحلونو ته لېږدولي دي او په سوريه کي يې پر خپلې پوځي اډې نوي توغندي لګولي دي.

ورته مطالب