'لای فای' تر 'وای فای' ۱۰۰ ځلې تېز انټرنېټ

"لای فای" ټکنالوژي له دودیزې "وای فای" تکنالوژۍ نژدې سل ځلې چټکه ده د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption "لای فای" ټکنالوژي له دودیزې "وای فای" تکنالوژۍ نژدې سل ځلې چټکه ده

د ټکنالوژۍ په ډګر کې د 'لای فای' په نامه پر یوې نوې ټکنالوژۍ کار کېږي، چې د ''وای فای'' اڼترنېټ په پرتله به سل ځلې ډېر چټکوالی ولري او د لیدوړ وسیلې په مټ به وصل کېږي.

د ټکنالوژۍ برخې پوهانو ویلي، د 'لای فای' ټکنالوژي نوې ټکنالوژۍ او انټرنېټ سرعت به په یوه ثانیه کې یو ګېګا بایټ ته رسېږي.

'لای فای' د رڼا سرچینه هم ده، لکه د غادي ګروپونو روښانول، د انټرنېټ له لارې هم وګړي سره نښلوي او انځورونه هم سپړلی شي.

د استونیا یوه شرکت دا اونۍ 'لای فای' ټکنالوژي په بریا سره وازمویله.

دغې تجربه د برېښنا د د ګروپ له لارې په بریا سره وصل شوه، خو ځینو نورو څېړنو ښودلې ده، چې چټکتیا یې په یوه ثانیه کې تر ۲۲۴ کېګابایټه پورې رسېدلی شي.

په یوه دفتر کې څېړونکي د نوې ټکنالوژۍ په مټ له انټرنېټ سره وصل شول.

ددغې نوې ټکنالوژۍ د جوړوونکي شرکت تنفیذي مشر دیپاک سولانکي ویلي، دا ټکنالوژي به تر "راتلونکو درو یا څلورو کلونو پورې" د کاروونکو د ګټې وړ وګرځي.

د ایدنبرګ پوهنتون پروفیسر هارلډ هاس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ کال د ټکنالوژۍ، ساتېری او ډیزان (ټېډ) د نوې ټکنالوژۍ په کنفرانس کې "لا فای" توری وکاراوه.

د هغه څرګندونې تر اوسه پورې نژدې دوه میلیون ځلې کتل شوې دي، چې د یوه برېښنايي ګروپ له لارې د یوې وېډیو ډاونلوډول ښکاري.

هاس وايي، په راتلونکې کې شاید میلیونونه برېښنايي ګروپونه د بې سیمه انټرنېټ له یونټ نه وکارول شي.

د "لای فای" تر ټولو لویه ځانګړتیا دا ده چې د رادیو له څپو سره کوم ټکر نه لري، په دې معنا چې په الوتکو او نورو څیزونو او ځایونو کې هم کارېدلی شي، خو "وای فای" سیګنالونه په الوتکه او نورو راديويي سیګنالونو کې کار نه کوي.

دا چې د رادیويي څپو "رڼا جوړوونکي رنګونه" لنډ دي، خو د لیدوړ رڼا جوړوونکي رنګونه ترې ۱۰۰۰ ځلې لوی دي، په دې معنا چې هر وخت ختمېدلی شي.

د انځور حقوق

خو دغه ټکنالوژي ځینې نیمګړتیاوې هم لري، یوه لویه نیمګړتیا یې دا ده چې په عامه ځایونو کې نه شي کارېدلی، ځکه چې هلته د لمر وړانګې د دې ټکنالوژۍ له سیګنالونو سره ټکر کوي.

همداشان، د "لای فای" څپې له دېوال هم نه شي تېرېدلی، په دې معنا چې د پوښښ ځایونه یې محدود دي، او د "وای فای" شبکو د مرستیال په توګه به کار کوي، لکه له ګڼې ګوڼې ډکې ښاري سیمې، او یا لکه روغتونونه چې د "وای فای" کارول پکې زیان رسوي.

ورته مطالب